رونالدو د سعودۍ پېغلې ارمان پوره کړ

رونالدو د سعودۍ پېغلې ارمان پوره کړ
Image caption د رونالدو ټویټر پاڼه تر ۲۲ میلیون ډېر ملګري او مینه وال لري.

د پرتګال فوټبال لوبډلې وتلي لوبغاړي کریستیانو رونالدو د سعودۍ پېغلې هغه "خوب" پوره کړ، چې له رونالدو يې پر ټویټر پاڼه د هغې د هرکلي غوښتنه کړې وه.

د " دانا" په نامه د سعودي عربستان یوې نجلۍ له رونالدو د هغه پر ټویټر وېبپاڼه هغه ته لیکلي وو چې "هرکلی یې وکړي".

دانا دا هم لیکلي وو چې "زه یوازې یو خوب لرم، هغه دا چې پر ټویټر راته ولیکې چې.... دانا هرکله راشې".

د هغې تر دغې غوښتنې لږ وروسته رونالدو دانا ته په ځواب کې ولیکل چې: "سلامونه دا نا.. ستا غوښتنه او خوب اوس پوره شول".

د دانا پوښتنې ته د رونالدو دغه ځواب هغه پخپلو راتلونکو ټویټونو کې ډېره مشهوره کړه، او ډېرو خلکو ورته مبارکۍ ورکړې، خو ځينو نورو بیا ډېرې کلکې نیوکې هم پرې وکړې.

د رونالدو ټویټر پاڼه تر ۲۲ میلیون ډېر ملګري او مینه وال لري.

رونالډو پلار شو

کريسټيانو رونالډو د ۲۰۱۰ جولای کې اعلان وکړ چې دى د يوه ماشوم پلار شوى دى.

نوموړي د خپل ماشوم د مور د هويت په اړه ډېر جزیيات په ډاگه نه کړل، خو ويلي چې ده له هغې سره ژمنه کړې چې د ماشوم روزنه به په گډه کوي.

نوموړي ويلي چې د بچي په پيدا کېدا سخت خوشاله او احساساتي شوی دی.

د نړۍ د فوټبال تر ټولو په لوړه بيه پلورل شوي دغه لوبغاړي په خپل فيس بوک کې دا څرگندونې کړي دي.

نوموړى وايي ''د ماشوم له مور سره چې نغواړي هويت يې په ډاگه شي، موافقه کړې چې ماشوم به په بشپړ ډول زما تر روزنې لاندې وي''.

ورته مطالب