ژنیوا کې د ایران اتومي پروګرام په اړه د خبرو د ناکامۍ امکان

د ژنیوا غونډه
Image caption اشتون وویل، پر ځينو موضوعاتو موافقه وشوه، خو ګڼ ناحل شوي مسائل لاهم پاتې دي.

د ايران ناندره ييز اتومي پروګرام پر سر ۳ ورځنۍ نړيوالې خبرې له کومې موافقې پرته پای ته رسېدلې دي.

د ۵+۱ هېوادنو او ايران ترمنځ دغه خبرې چې د سويزرلنډ په ژينوا کې ترسره کېدې، که څه هم بې پايلې وې، خو د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري وويل د دې خبرې ډاډمنولو پر لور مهم پرمختګ شوی چې ايران د اتومي وسلو جوړولو ته لار ونه مومي:

''موږ ژنېو ته د اختلافونو راکمول لپاره راغلي وو، او زه تاسې ته له مبالغې پرته ويلى شم چې مونږ نه يواځې دا اختلافونه راکم کړل بلکې په دې لړ کې مو د پام وړ پرمختگ وکړ چې څرنگه بايد اتومي پروگرام پرمخ يوړل شي او سوله ايزه کارونه ځې تضمين شي.

زه هېڅ شک نه لرم چې کله موږ ژنېو ته راغلي وو د هغې په پرتله اوس موږ يو بل ته نژدې يو، بې له شکه په ښه توگه کار او باور سره موږ کولى شو چې راتلونکې اونۍ خبرو کې خپل هدف ترلاسه کړو، موږ په تېرو دوو ورځو کې د پام وړ پرمختگ کړى دى او په داسې حال کې له ژنېو ځو چې هدف او دريځ کې مو يووالى دى''.

د اروپايي ټولنې بهرنۍ تګلارې مشرې کاترين اشټون، چې د دغو خبرو مشري يې کوله، وويل، چې د لسو ورځو کې بيا سره جرګه کېږي. دې هم د دغو دری ورځنيو خبرو کې د پرمختګ يادونه کوله:

''ډېر ريښتينی پرمختګ شوی، خو توبيرونه لا پاتې دي. له هغو وزيرانو مننه کوو، چې راغلل او له موږ سره مله شول. وزير ظريف او زه به بيا د ايران مرکچيانو او د ۶ نوورو هېوادنو سياسي مشرانو سره بيا دلته د نومبر پر ۲۰ مه سره غونډېږو''.

د ايران بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف چې له مېرمن اشټون سره يو ځای يې له غونډې وروسته خبري کنفرانس ته وينا کوله وويل د خبرو له پايلو نه دی نهيلی شوی:

''طبعي ده چې کله په تفصيل سره خبرې پلېږي نو بېلابېل نظرونه به مخې ته راځي، موږ د دې تمه کوله. زه هېڅ نهيلى نه يم، دا وروستۍ غونډه چې نن سهار يوې بجې پورې يې دوام وکړ يوه ښۀ غونډه وه په حقيقت کې موږ د درې ورځو گټورې خبرې درلودې، دا هغه څه دي چې موږ پرې نور کار کولى شو، ترکومه چې فرانسې پورې اړه لري بايد ووايم له دې لپاره موږ دلته يو چې د نظر اختلاف لرو که موږ په هر څه يو نظر درلودی نو د دې اړتيا به نه وه چې د سهار يوې بجې پورې د خبرو په غرض ويښ پاتې شو''.

نړيوال ځواکمن هېوادونه اندېښمن دي چې تهران د اتومي وسلو جوړولو تکل لري، خو ايران وايي د دوی دغه پروګرام سوله ييز دی. ښاغلي ظريف وويل د دريو ورځو خبرو کې يې ډېر کار کړی او د نور پرمختګ لپاره هم چې بيا به سره غونډېږي، هيلې شته:

''ښکاره ده چې شپږ هېوادونه به د نظر اختلاف لري، خو موږ په شريکه کار کوو، او هيله من يو کله چې د روانې مياشتې په شلمه نېټه بيا سره جرگه کېږو، يوې موافقې ته ورسېږو. موږ ډېر کار کړى دى او هيله لرم چې نور کار هم شونى دى''.

"ښه پرمختګ"

هغه وړانديز چې خبرې پرې کېدې، له ايران يې غوښتنه کوله چې د اقتصادي بنديزونو نرمښت په بدل کې دې د اتومي فعاليت پراخوالی کنګل کړي. په لومړيو کې د خبرو ګډونوالو پلاويو د "ښه پرمختګ" څرګندونه کړې وه. خو ډيپلوماټيکو سرچينو ويل فرانسې د ايران پر وړاندې د سختو شرطونو غوښتنه کوله.

Image caption د ايران بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف چې له مېرمن اشټون سره يو ځای يې له غونډې وروسته خبري کنفرانس ته وينا کوله وويل د خبرو له پايلو نه دی نهيلی شوی.

د شپې ناوخته خبري کنفرانس مخکې د فرانسې بهرنيو چارو وزير لوران فابيوس وويل خبرې له کوم تړون پرته پای ته رسېدلې، خو مخکې تګ يې شونی کړی دی، خو پوښتنې لا پاتې دي:

''يو څه پرمختگ شوى دى، يو لومړنۍ مسوده جوړه شوې خو موږ يې نه منو ځکه چې ځينې پوښتنې په کې داسې دي چې قانع کووونکى ځواب نه لري. موږ هڅه کوو پر دې وغږېږو. يو څه پرمختللي يو''.

د جينوا خبرو کې ايران، او امريکا، روسيه، بريتانيا، فرانسه او چين د ملګريو ملتونو امنيت شورا ۵ دايمي غړيو په توګه او جرمني شامل دي.

له دې مخکې د ايران ولسمشر حسن روحاني لوېديځ ځواکمن هڅولي وو هغه څه له لاسه ورنه کړي چې ده موافقې او جوړجاړی ته د رسېدو يو ځانګړی فرصت وباله.

ورته مطالب