حماس لومړی ځل ښځينه ویانده وټاکله

المدلل
Image caption المدلل په غزه کې لویه شوې خو د ځوانۍ پنځه کلونه يې برتانیا کې تېر کړي او هلته يې د ګرنګ ټکنالوژۍ کالج لوستی دی.

د فلسطین حماس ډلې په لومړي ځل په غزې تراډې کې له نړیوالو رسنیو سره د معلوماتو شریکولو لپاره ښځينه ویانده ټاکلې ده.

۲۳ کلنه اسرا المدلل په انګلیسي روانې خبرې کوي.

المدلل تر ټاکل کېدا وروسته ویلي چې "موږ غواړو چې خپلې خبرې په ډېرو ژبو نړیوالو ته ورسوو. هڅه مو دا ده چې دا موضوع لا بشري کړو".

المدلل یوه طلاقه شوې مور ده، چې د څلورو کلونو یوه ماشومه هم لري، چې وړاندې یې حماس ډله کې کار نه دی کړی.

د حماس د نورو دفترونو پرخلاف، د هغې دفتر کې د غزې د لومړي وزیر اسماعیل هنیه عکس نه دی راځوړند شوی.

دا وايي، چې د قرآن کریم سربېره انګلیسي تاریخي کتابونه هم لولي.

ویل کېږي، چې هغه له اسرائيلي نسل څخه ده، خو غواړي چې د حماس د ویاندې په توګه په لويديځه تراډه کې د فلسطیني حکومت د ژوندي ساتلو لپاره کار وکړي:

"زه د حماس ډلې غړې نه یم، زه یوه فلسطینۍ فعاله یم او له خپل هېواد سره ډېره مینه لرم".

المدلل په غزه کې لویه شوې خو د ځوانۍ پنځه کلونه يې برتانیا کې تېر کړي او هلته يې د ګرنګ ټکنالوژۍ کالج لوستی دی.

غزې ته تر ستنېدا وروسته، هغې په اسلامي پوهنتون کې ژورنالیزم لوستی او بیا يې له یوه سیمه ییز تلویزیون سره د خبریالې په دنده کار کړی.

په انګلیسي ژبه يې هم له یوه تلویزیون سره کار کړی، چې خپرونې يې پر سټلایټ خپرېږي.

د حماس حکومت د رسنیو څانګه کې شپږ میاشتې مخکې بدلون راغی او ایهاب غوثین د رسنیو د څانګې مشر وټاکل شو.

غوثین ځوان خبریالان وګومارل او نوی حکومتي وېبسایټ يې هم جوړ کړ، د خواله په رسنیو کې يې خپل فعالیت وښود، سمینارونه او ورکشاپونه يې ډېر کړل.

غوثین وویل، چې المدلل د هغو هڅو په لړ کې ګومارل شوې ده، چې د هغه په وینا "له لوېديځ سره د حماس رسنیز فعالیت لا ډېر او نژدې شي.

دی وايي، چې دغه پوست ته ډېرو ښځینه وو غوښتنلیکونه استولي وو:

"ښځې زموږ په ټولنه کې یوه مهمه برخه ده".

المدلل بیا ویلي، چې په غزه کې ښځې کولی شي، سیاست وکړي، طبي برخه کې کار وکړي، تعلیم او رسنیو کې خپل فعالیت او وړتیاوې وښيي:

"هره ورځ ښځې په ټولنه کې د خپل فعالیت او وړتیا له مخې میدان ته راوځي".

ورته مطالب