وار له مخه د زړه حملې معلومولو لړ کې پرمختګ شوی

Image caption دغه تخنيک چې د راډيو اکټيو وړانګې په کې کارول کېږي ډاکټرانو ته د دې لار پرانيزي چې د زړه رګونو کې خطرناک ځايونه په نښه کړي .

د برتانيا اېډنبره پوهنتون کې څېړونکي وايي کېدای شي داسې لارې چارې يې موندلې وي چې ښيي پر يو چا د زړه حمله رانژدې شوې ده.

دوي ويلي دغه چاره د سکنولو يا د وړانګې کتنې له لارې کېږي، چې له وړاندې د سرطان ناروغۍ په کتلو کې کارول کېږي.

په هغو رګونو کې چې زړه ته وينه رسوي او ترې لېږدوي، که غوړه ټوټه راپيدا کېږي، د ويني بهير ډب کولی شي.

دغو کارپوهانو ويلي دغه تخنيک چې د راډيو اکټيو وړانګې په کې کارول کېږي ډاکټرانو ته د دې لار پرانيزي چې د زړه رګونو کې خطرناک ځايونه په نښه کړي او د لوړې کچې روښنايۍ انځور کې يې وګوري.

پر هغو ۴۰ کسانو چې د زړه له حملو سره مخامخ شوي، ازموينو کې د سکن دغو انځورونو په ۳۷ ناروغانو کې زيانمن شوي ځايونه په نښه کړي دي.

دغه موندنې په لانسېټ نومي طبي ژورنال کې خپرې شوې دي.

په برتانيا کې هر کال څه د پاسه ۱۰۰ زره وګړي د زړه له ناروغۍ سره مخامخ کېږي.

ورته مطالب