'ايران سره جوړجاړي ته رسېدو لپاره بيړه نه کوو'

Image caption جان کېري وويل، له ايران سره د دغه هېواد اتومي پروګرام پر سر جوړجاړي ته رسېدو لپاره بيړه نه کوي.

د امريکا بهرنيو چارو وزير جان کېري ويلي واشنګټن به د ايران داسې کوم تکل په اړه بيا هم شکمن وي چې له خپل اتومي پروګرامه دې لاس واخلي.

ده دا څرګندونې د ايران او ۶ نړيوالو ځواکونو ترمنځ له خبرو يوه ورځ وروسته کولې چې له کومې پرېکړې پرته پای ته ورسېدې.

ښاغلي کېري وويل له ايران سره د دغه هېواد اتومي پروګرام پر سر جوړجاړي ته رسېدو لپاره بيړه نه کوي او پرته له هغه څه چې ده سم تړون وباله، هېڅ تړون به نه وي. ده دا خبرې پر ان بي سي ټلوزيون کولې.

د اسرایيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو ويلي هڅه کوي د ځواکمنو هېوادونو مشران وهڅوي چې په وينا يې يوه (بد تړون) ته بيړه ونه کړي.

ښاغلي نتنياهو ويلي پوهېږي له ايران سره يو تړون په اړه (ځواکمنه هيله) وه، خو حکومتونه بايد د ده په وينا انتظار وکړي او (په جدي ډول پر مسئلو غور وکړي).

په همدې وخت کې د ايران ولسمشر حسن روحاني د خپل هېواد پارلمان ته په وينا کې د تهران پر دې حق ټينګار کړی چې د يورانيمو بډای کولو په ګډون اتومي انرژي وکاروي، او دا يې سرې کرښې بللې دي.

لوېديځ له اوږدو راهيسې پر ايران شک کوي چې د اتومي وسلې جوړلو ته د رسېدو هيلې لري، خو تهران وايي يورانيم يوازې ملکي موخو لپاره بډای کوي.

د هغه وړاندې شوي تړون له مخې چې د جينوا خبرو کې پرې غور کېده، ايران به له کلونو لګېدلو نړيوالو بنديزونو د محدود نرمښت په بدل کې د اتومي فعاليتونو پراخوالی کنګلاوه.

د ايران او امريکا، برتانيا، فرانسې، روسيې، چين او جرمني ترمنځ چې په (۵+۱) پېژندل کېږي خبرو کې چې د شنبې په ورځ پای ته ورسېدې، پرمختګ شوی، خو لکه څنګه يې چې هيله کېده کوم تړون ته رسېدنه ونه وشوه.

دواړه خواوې به د نومبر پر ۲۰ مه بيا سره جرګه کېږي.

ورته مطالب