سعودي عربستان: اخ و ډب کې مرګ ژوبله اوښتې

Image caption چارواکو ویلي د ګډوډۍ دغو پېښو کې ۷۰ تنه ژوبل شوي او شاخوا ۵۶۰ نيول شوي دي.

د سعودي پلازمېنه رياض کې د پوليسو او احتجاج کوونکو کارګرانو ترمنځ نښتو کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.

د پوليسو يوه اعلاميه کې ويل شوي د پلازمېنې منفوحه سيمه کې سلګونه کسان نيول شوي دي.

د يکشنبې وروستيو کې بيا زرګونه کسان چې ډېری يې افريقايان وو، خپلو ټاټوبيو ته د ستنېدو په موخه په پلازمېنه کې راغونډ شوي وو.

يوه اوونۍ وړاندې پوليسو وروسته له هغه زرګونه ګډوال کارګر کلابند کړل، چې د دندو قوانينو سره تړلې بښنې وخت یې پای ته ورسېد.

پوليسو ويلي د وژل شويو ترمنځ يو سعودی دی، په داسې حال کې چې بل يې نه دی پېژندل شوی.

چارواکو زياته کړې د ګډوډۍ دغو پېښو کې ۷۰ تنه ژوبل شوي او شاخوا ۵۶۰ نيول شوي دي.

د ايتيوپيا بهرنيو چارو وزير ټېډروس اډانوم ويلي داسې معلومات لري چې ۳ تنه ايتيوپيایان وژل شوي، چې يو يې تېره سې شنبه او دوه يې په دغو تازه پېښو کې وژل شوي دي.

ده ويلي اديس ابابا په رسمی ډول رياض ته شکايت کړی دی.

د پلازمېنې رياض دغه بېوزله سيمه د ګڼ شمېر کډوالو مېشت ځای دی، چې ډېری يې د ختيځې افريقا دي.

د يکشنبې پر ورځ عيني شاهدانو ويل پوليسو دغه سيمه کلابنده کړه، په داسې حال کې چې د ملي ګارډ او ځانګړو ځواکونو ټولي هم وراستول شوي وو.

کډوال کارګر د اوږدې ليکې بسونو کې د رياض هوايي ډګر لارې اوږدو کې لنډمهاله استوګنځايونو ته لېږدول کېدل.

چارواکو تېره دوشنبه وروسته له هغه د زرګونه کارګرو په کلابندۍ پيل وکړ، چې د دوی لپاره د خپل حالت رسمي کولو ۷ مياشتنۍ بښنه پای ته ورسېده.

په تېرو دريو مياشتو کې نژدې يو میليون بنګله دېشيان، هنديان، فيليپينيان، نيپاليان، پاکستانيان او يمنيان اټکل شوي، چې له دغه هېواده وتلي دي.

د راپورونو له مخې يوازې په تېرو لسو ورځو کې څه د پاسه ۳۰۰ زره يمنيان له سعودي نه خپل ټاټوبي ته وراوښتي دي.

۴ مليون نورو کډوالو کارګرو د تېرې يکشنبې وروستۍ نېټې مخکې د کار اجازه ليکونه ترلاسه کړي دي.

سعودي د عربي نړۍ تر ټولو ستر اقتصادی ځواک بلل کېږي، خو چارواکي يې زيار باسي چې د خپل هېواد اصلي اسېدونکو ترمنځ د ۱۲٪ سلنه بې کارۍ کچه راښکته کړي.

اټکل دی په سعودي کې ۹ میليون کډوال کارګران دي، چې د دغه هېواد د ټول کاری ځواک نيمه برخه جوړوي.

ورته مطالب