فلیپین کې له توپانه وروسته د اړودړ حالت دی

Image caption د امریکا پوځي الوتکې او بېړۍ د مرستې رسونې لپاره ګومارل شوې دي.

په مرکزي فیلیپین کې له یوه ستر ویجاړوونکي سمندري توپان ژوندي پاتي شوي خلک د خپلو کورونو پاتې شوي شیان راټولوي او د خوړو او درملو غوښتنه کوي.

د هایان په نامه دغه توپان په یوازې یوه ښار تاکلوبان کې زرګونه کسان وژلي دي.

په سیمه کې د بي بي سي یو خبریال د ښار د یوې سیمې په اړه وايي، چې ډېرې لږې ودانۍ ولاړې پاتې دي، ړنګ شوي شیان، مړه څاروي او د انسانانو مړي هرې خوا ته پراته دي. په ګاونډي ټاپو سیبو کې یوه چارواکي ویلي، چې د ځینو شمالي ښارګوټو نږدې اتیا سلنه برخې ویجاړې شوې دي.

د مرستې رسونې چارې هم له خنډونو سره مخامخ دي، ځکه سړکونه، پلونه او هوايي ډګرونه یا ویجاړ شوي او یا ړنګو شویو ټوټو لاندې کړي دي.

د امریکا پوځي الوتکې او بېړۍ د مرستې رسونې لپاره ګومارل شوې دي. نورو هېوادونو د میلیونونو ډالرو مرستې ژمنه کړې ده.

له دې مخکې فیلپیني چارواکو ویلي و، اوس داسې باور کېږي، چې د دغه هېواد په یوازې یوه ایالت کې د جمعې ورځې د بحري توپان له کبله، چې ددغه هېواد مرکزي ټاپو ګان یې وځپل تر لس زره ډېر کسان وژل شوي دي.

په لیتې ایالت کې د پولیسو مشر وايي دغه رپوټونه په توپان ځپلو سیمو کې د ځايي چارواکو د رپوټونو پر اساس جوړ شوي.

نوموړی وايي ډېری قربانیان اوبو غرق کړي او یا د ورانو ویجاړو ودانیو تر خاورو خځلو لاندې پټ دي.

په ګاونډي سمر ایالت کې چارواکي وايي درې سوه کسان وژل شوي او دوه زره نور بې درکه دي. په پراخه کچه مرستندویه فعالیتونه پیل شوي دي، چې پوځي الوتکې په کې سیمې ته مرستندویان او اړین توکي لېږدوي.

دغه توپان د تېرې جمعې په ورځ د دغه هېواد ساخلونو ته ورسېد، چې په یوه ساعت کې د ۳۷۹ کیلومتره سرعت درلودونکي ګړندي بادونو یې ساحل ته له ځان سره ۱۵ متره لوړې بحرې څپې ولېږدولې.

دغه مهال فیلپین په ځینو سیمو کې ۴۰۰ ملي متره باران هم اورېدلی. دا په دغه هېواد کې د سږ کال ۲۵ توپان دی.

ورته مطالب