جنوبي افريقا کې د بس او لارۍ ټکر ۲۹ کسه وژلي

Image caption دغه ترافيکه پېښه د دوشنبې په شپه د پلازمينې په شمال ختيځ کې شوې ده

د جنوبي افريقا د پلازمينې پریتوريا په شمال ختيځ کې د يوه بس او يوې لارۍ د ټکر په پايله کې لږترلږه ۲۹ کسه وژل شوي دي.

پېښه د پلازمېنې په سل کلومترۍ کې له کواګافونتین ښارګوټي سره نږدې رامنځته شوې ده.

چارواکي وايي وروسته له هغه چې د دوشنبې په شپه ترافيکې پېښه وشوه يو شمېر ټپي شوي کسان نژدې روغتون ته لېږدول شوي دي.

ولسمشر جاکوب زوما ويلي، چې د مړو دې شمېر ټکان ورکړی: ((دغه قتل عام بايد ودرول شي. دا په بشپړ ډول د نه منلو وړ دی).

په جهانزبرګ کې د بي بي سي خبريال وايي دغه پېښه د مولوټو پر بدنامه سړک شوې، چې تل په کې ترافیکي پېښې کېږي.

تر اوسه د پېښې په اړه جزييات نيمګړي دي، خو ويل کېږي چې لارۍ خپل لاس پريښی او د بس په خوا ورغلې ده.

دغه پېښه په داسې يوه حالت کې شوې چې د ټکر په ځای کې تياره وه او باران هوا ډېره تته کړې وه.

د جنوبي افريقا د يوه خبري اژانس له قوله ويل شوي، چې دوه نور موټر هم په لارۍ او بس موټر پسې جنګېدلي دي.

د ترانسپورت وزير ډيپو پيټرز د پېښې د لامل مالومولو لپاره د لوړې کچې پلټنو امر ورکړی دی.

ورته مطالب