د فليپين توپان مرګژوبله "د وېرې پر تله کمه ده"

د فليپين ولسمشر بنېنو اکينو وايي د جمعې ورځې توپان له امله د مرګژوبلې شمېره له هغه څه کمه وي چې په لومړيو کې يې فکر کېده.

د امريکا له سي ان ان ټلوزيون سره په یوه مرکه ده وويل د ۱۰ زره کسانو د مرګ شمېر "خورا لوړ" و او دغه شمېر تر ډېره کېدی شي ۲۵۰۰ وي.

ملګري ملتونه وايي باور دی څه د پاسه ۱۱ ميليون وګړي اغېزمن شوي او څه د پاسه ۶۷۳ زره بې ځايه شوي وي.

د مرستې رسونې چارې ګړندۍ شوې، خو ډېر وګړي لا تر اوسه بې مرستو پاتې دي.

ښاغلي اکينو وويل په لومړيو کې دا شمېر چې وېره وه کېدی شي ۱۰ زره کسان وژل شوي وي، د يو پوليس او ځايي چارواکي له لوري ورکړل شوې وه، چې کېدی شي د ناورين په مرکز کې په شته والي د "احساساتو ټکان" له مخې ورکړل شوې وي.

ده وويل اداره به يې لا له ۲۹ ښارواليو سره تماس نيسي چې په سيمو کې يې د قربانيانو شمېر معلوم کړي.

د ناورين خطر کمولو او ادارې ملي شورا د مړو شويو رسمي شمېر د سې شنبې ځايي وخت لسو بجو کې ۱۷۹۸ ښولی دی. د ټپيانو شمېر ۲۵۸۲ ته رسېږي، په داسې حال کې چې د ورکو شويو شمېر ۸۲ ښول شوی دی.

ملګرو ملتونو د فلېپين له توپان ځپلو سيمو سره د مرستو د هڅو په موخه د څه د پاسه ۳۰۰ ميليونه ډالرو غوښتنه کړې ده.

ويره دا ده، ښايي د هيان توپا چې د جمعې په ورځ د فليپن مرکزي سيمې وځپلې لږترلږه ۱۰۰۰۰ کسان وژلي وي.

ملګري ملتونه وايي باور دا دی، چې د توپان له امله له ۱۱ ميليونه زيات کسان اغېزمن شوي وي.

راپورونه وايي چې ښايي نژدې ۷۰۰زره نور کسان د توپان له وېرې بې کوره شوې وي.

زياتو هېوادونو فلېپين ته د مرستو رسولو بېړۍ استولي، خو خراب موسم د مرستو وېشلو چارې له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړې دي.

امريکا او برتانيا

وروسته له هغه چې په فلېپين کې يوه زورور توپان بې سارې ويجاړي رامنځته کړه، د امريکا او برتانيا مرستندويه بېړۍ د ملګرو ملتو په غوښتنه، دغه هېواد ته روانې دي.

امريکا يوه بېړۍ وړونکې او سمندري بېړۍ او برتانيا بيا یوازې د سمندري ځواکونو يوه بېړۍ فلېپين ته استولي دي.

ويره ده چې په دغه توپان کې به شاوخوا ۱۰۰۰۰ کسان وژل شوي وي او زرګونه ژوندي پاتې کسان بېړنيو مرستو ته اړتیا لري.

د فلېپين ولسمشر د دغه افت له امله په ټول هېواد کې بېړنی حالت اعلان کړی دی.

په يوه ويناپاڼه کې ده ويلي، چې د لايتي او سامار ولايتونه سخت ځپل شوي او ډېره ويجاړي يې رامنځته کړې ده.

د نړيوالو مرستې پيل شوي، خو د ژغورنې کارکوونکي هڅه کوي هغو سيمو ته ځان ورسوي، چې د توپان له امله يې لارې پرې شوې دي.

زړه ماتوونکي

د ملګرو ملتو سرمنشي بانکي مون د توپان د اغيزو تصويرونه ''زړه ماتوونکي'' بللې دي.

ښاغلي بانکي مون ويلي چې ملګري ملتونه د بشري مرستو لپاره لوی پلان په پام کې لري او ۲۵ ميليونه ډالره يې د مرستو رسولو هڅو ته بېلې کړي دي.

دی وايي: ''توپان زرګونه کسان وژلي او شاوخوا ۱۰ ميليونه نور يې اغيزمن کړي دي. راځئ چې ټول په دې اړينو شيبو کې د فلېپين له خلکو سره يووالی وښيو''.

د جمعې په ورځ د هيان په نوم زورور توپان د فلېپين ساحلي ولايتونه لايتې او سامار سخت وځپل، او بيا د لويديځ په لوري ورغی او د فلېپين شپږ مرکزي ټاپوګان يې وځپل.

ورته مطالب