فلپين: امريکايي بيړيو د مرستې چارې چټکې کړي

Image caption حکومت وايي ښايي د مړو شويو کسانو وروستۍ شمېرې د ۲۰۰۰ او ۲۵۰۰ کسانو ترمنځ وي

سپينه ماڼۍ وایي د (يو اس اس) جورج واشنګټن بېړۍ به د پلټنې او ژغورنې چارې پراخې او چټکې کړي او څرخي الوتکو ته لار هواره کړي چې ځپل شويو سيمو ته مرستې ورسوي.

بل خوا په فلېپين کې یو شمېر خلکو د خوړو ترلاسه کولو لپاره د وریژو پر یوه زیرمه برید کړی چې له امله یې اته تنه وژل شوي دي.

د فلیپین په کانګریس کې د لیتي ځپل شوي ټاپو غړی مارتین رامول ډېز وايي خلک په پراخېدونکې توګه د خوړولو ترلاسه کولو لپاره له ځانه تیریږي.

دی وايي هېواد ته د نړیوالو سازمانونو د مرستو له رارسېدو سره هم مهاله باید د مرستو رسولو په تړاو بېړني ګامونه پورته شي.

ښاغلي مارتین وویل د حکومت له خوا بېړنیو مرستو ته اړتیا ده او هغه مرستې چې راځي په خبره يې اړمنو خلکو ته نه رسېږي.

دی وايي: ''ښې همغږۍ ته هم اړتیا ده، ځکه موږ وینو چې زیاته اندازه مرستندویه توکي، درمل او خواړه هېواد ته راځي خو اغېزمن شويو خلکو ته نه رسیږي، چې دا د خلکو د نهیلۍ لامل کیږي''.

د فلېپین حکومت وايي د مرستې رسونې کارونه یې کړندي کړي خو زیاتوي چې په لومړی ځل د رسونې داسې یوې سختې او سترې ننګونې سره مخ دی.

پر همدې مهال د فلیپین حکومت وايي اوس د هایان په توپان کې د ۱۸۰۰ کسانو مړینه تایید شوې ده.

په مخکنيو راپورونو کې وېره ښوول شوې وه چې ښايي د هايان توپان شاوخوا ۱۰۰۰۰ کسان وژلي وي.

د فلپين ولسمشر بینېګنو اکینو د سې شنبې په ورځ وویل په لومړنیو معلوماتو کې د لس زره کسانو وژل کېدو خبر شوې وه، هغه اټکل ډېر لوړ و.

دی وايي ښايي د مړو شويو کسانو وروستۍ شمېرې د ۲۰۰۰ او ۲۵۰۰ کسانو ترمنځ وي.

وروستۍ شمېرې چې له پېښو سره د مبارزې ادارې له خوا خپرې شوي، چارواکو په کې څرګنده کړې چې اته زره کورونه ویجاړ شوي او نژدې شپږ سوه زره کسان له خپلو ټاټوبو بې ځایه شوي دي.

هایان توپان

هیان نومي زورور توپان لومړي سر کې د لیتې او سمارا ټاپو ګانو ته په یوه ساعت کې د درې سوه کیلومتره زیاتو زورور بادونو او لوړو بحري څپو سره ورسېد، چې ساحلي کلي یې لاندې کړل.

د دغه توپان د لارې اوږدو کې سلګونه زره کسان اړ شول، چې خپل کورونه پرېږدي. توپان سیمه کې پاڼونه ونړول او پراخه سیمه کې یې له کبله سیلابونه ووتل.

په فلپين کې رامنځته شوى دغه توپان تر اوسه د مځکې پر سر ثبت شوى تر ټولو پياوړى هغه دى.

ورته مطالب