محمد مرسي په مصر کې د بې ثباتۍ خبرداری ورکړی

Image caption د پوځ له لوري د ده له نیول کېدو وروسته په نښتو کې سلګونه کسان ووژل شول

د مصر پخواني ولسمشر محمد مرسي ويلي له واکه د ده د لرې کولو پوځي کودتا يو جرم دی او هېواد ته د خيانت مانا لري.

له زندان نه په خپرې شوې اعلاميه کې ښاغلي مرسي ادعا کړې چې ګواکې د کودتا ناکامي پيل شوې ده.

د بي بي سي خبريال له قاهرې په خپل راپور کې وايي، له واکه شړل شوي ولسمشر د خپلې قانوني ډلې له لارې يوه مبارزه غوښتنونکې اعلاميه خپره کړې ده.

د محمد مرسي قانوني ډلې هغه پيغام د مصر ولس ته ورساوه چې ښاغلي مرسي د زندان د تورو تمبو تر شا ليکلی دی.

د هغه يوه وکيل محمد دماتي چې په زندان کې له هغه سره ليدلي، د ښاغلي مرسي پيغام ولوست.

په پيغام کې راغلي دي چې: ''د مصر خوږمن ولس بايد په دې پوه شي چې د ۲۰۱۳ کال د جولای له دويمې زه د خپلې ارادې پر خلاف په زور تښتول شوی يم. زه، زما مرستيالان او ملګري مې د جولای تر پنځمې په جمهوري ګارد کې وو او وروسته په زور د پوځ يوې سمندري اډې ته ولېږدول شو او پوره څلور مياشتې هلته وساتل شو''.

ښاغلي مرسي په خپل ليکلي پيغام کې ویلي چې د ده پرخلاف پورته شوي ګامونه د اساسي قانون پر خلاف دي.

ده ټينګار وکړ تر هغه به مصر ښه ورځ ونه ويني چې کودتا ناکامه شوې نه وي او له هغو کسانو سره چې په وينې بهولو پړه دي حساب کتاب ونه شي.

د هغه مدافع وکيل وايي ښاغلی مرسي پلان لري پر هغه بنسټ چې د ده پر وړاندې شوې پوځي کودتا يو جرم دی د کودتا د مشرانو پر وړاندې قانوني ګامونه اوچت کړي.

خو ښاغلی مرسي پخپله په يوه قانوني جګړه کې ښکېل دی.

پخوانی ولسمشر د احتجاج کوونکو پر هڅولو او د درغليو له تورنو سره مخامخ دی.

د محمد مرسي ملاتړي ادعا کوي چې پر ده لګېدلي تورونه سياسي انګېزه لري، خو د پوځ په ملاتړ حکومت دغه ادعا ردوي.

ورته مطالب