کراچۍ کې د شيعه ګانو پر تکيه خانو بريدونه شوي

Image caption په پاکستان کې د بمونو شنډولو ډله وايي چې دواړه چاودنې د ريموټ کنټرول پر مټ شوې دي

د پاکستان په تر ټولو لوی ښار کراچۍ کې د شيعه ګانو په دوو تکيه خانو د دريو بمي بريدونو په پایله کې ۱۵ کسه ټپيان شوي دي.

بل خوا پوليسو په همدې ښار کې په جلا پوځي عملياتو کې د شپږو مشکوکو تندلارو د وژلو ادعا کړې ده.

پر تکيه خانو دغه بريدونه داسې مهال کېږي، چې حکومت د محرم مياشتې لپاره سخت امنيتي تدابیر نیولي دي.

په کراچۍ کې د بي بي سي خبريال وايي لومړۍ چاودنه په ناظم اباد کې له یوې تکيه خانې بهر په ولاړ موټر کې شوې، چې په پايله کې يې د یوه ماشوم په ګډون دوه کسه ټپيان شوې دي.

دغه چاودنه د شپې شاوخوا نهه بجې شوې او له چاودنې وروسته پوليسو او خبريالانو ځانونه سيمې ته رسولي دي.

له لومړۍ چاودنې شاوخوا نيم ساعت وروسته پر همدې ځای دويمه چاودنه وشوه، چې لومړۍ چاودنې ته راغلي ۱۱ پوليس او خبريالان يې ټپيان کړل.

ټپيان ځايي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د بمونو شنډولو ډله وايي چې دواړه چاودنې د ريموټ کنټرول پر مټ شوې دي.

دريمه پېښه د کراچۍ ښار په شمالي برخه کې شوې او په يوه تکيه خانه د لاسي بم په پايله کې دوه پوليس ټپيان شوي دي.

بل خوا د کراچۍ د پوليسو چارواکي ادعا کوي، چې امنيتي ځواکونو د پوځي عملياتو پر مهال شپږ مشکوک تندلاري وژلي دي.

دوی وايي په دغه بريد کې درې پوليس هم ټپيان شوې دي.

پوليس وايي د ډزو تبادله هغه مهال وشوه چې پوليسو د څو مشکوکو کسانو يوه ډله ودروله.

دوی وايي وژل شوي د لشکر جنګوي ډلې سره تړاو لري او دغه پېښه له سمندر سره نژدې سيمه کې شوې ده.

ورته مطالب