د شکرې ناروغۍ ورځ: اسیا کې غلی وژونکی

نن پنجشنبه د نومبر ۱۴مه د شکرې ناروغۍ نړیواله ورځ ده. په دې ورځ په نړۍ کې ځینې پروګرامونه او غونډې کېږي چې د دغې ناروغۍ په اړه د خلکو خبرتیا زیاته شي.

د شکرې ناروغي له مالي او بشري اړخه لوى زيان دى او په ځانگړې توگه بې وزلي ډېر اغېزمنوي.

شکره تر ډېره د شتمنو وگړو ناروغي بلل کېږي، روغتيا پالان وايي د خوړو کمښت او بې ثباته خوراک ښايي هومره د شکرې د نه کمېدونکې پراختيا لامل وي چې، له حده ډېر خوراک دى.

د ژوندانه په بڼه کې بدلون، د ښارونو چټکه پراختيا او ارزان بيه پروسس يا چمتو شوي خواړه، په زياتېدونکي شمېر کې خلک د شکرې د دوېم ډول يا له خطر سره مخامخوي. د شکرې دويم ډول ناروغي مخ په خپرېدو ده. Type-2 diabetes

د شکرې د نړېوال فدراسيون د شمېرو له مخې اوس په نړۍ کې ٣٨٢ ميليون وگړي د شکرې په ناروغۍ اخته دي.

په شکرې د اخته کسانو تر نيمايي ډېر په اسيا او د اسيا پسفيک په لوېديځ کې دي او ٩٠ تر ٩٥ سلنه پېښې يې د دويم ډول شکرې دي.

چين د هغو هېوادونو د نوملړ په سر کې دى چې ډېر وگړي يې په شکرې اخته دي.

د دغه هېواد څه د پاسه ٩٨ ميليون وگړي د شکرې ناروغي لري چې د وگړو %١٠ يې جوړوي.

هند هم چين ته نږدې دى چې په کې اټکل څه د پاس ٦٥ ميليون کسان په شکرې اخته دي.

د آرام سمندر د لوېديځ لوري په سيمو کې د شکرې ناروغي بې سارى بشري او اقتصادي زيان اړوي.

په فيجي په هرو درېو کسانو کې چې عمرونه يې ٣٠ کاله يا له هغه لوړ وي، يو کس په شکرې اخته وي او جراحان په منځنۍ کچه په هرو ١٢ ساعتونو کې له شکرې سره د تړلو پېچلتياو له امله د انسان د بدن غړي پرې کوي.

د شکرې ناروغۍ په ٢٠١٣ م کال کې پر ٢١ ميليون زېږونونو هم اغېز کړى.

ورته مطالب