د مصر او روسیې ترمنځ د وسلو د تړون تاریخي خبرې

Image caption د مصر د بهرنيو چارو وزير نبيل فهمي وويل روسيه کافي ځواک لري چې د يوه بل ځاى ونيسي .

د د مصري پوځ مشرجنرال عبدالفتاح السيسي وايي قاهره کې له روسي وزيرانو سره خبرې ددواړو هېوادونو ترمنځ د پراخو پوځي همکاريو څرگندويي کوي.

دا په وروستيو کلونو کې مصر ته د روسيې د لوړې کچې پلاوي لومړى سفر دى.

يوې ښې باوري سرچينې بي بي سي ويلي چې دواړه لوري د وسلو پر يوه ممکنه تړون خبرې کوي.

اورلاگورين له قاهرې رپوټ لري:

د مسکو او قاهرې ترمنځ اړيکې لسيزې مخکې سړې شوې دي، خو اوس بېرته په تودېدو دي.

دواړو لورو قاهرې ته د روسيې د دفاع او بهرنيو چارو وزيرانو سفر يو تاريخي هغه بللى دى.

د يوې باوري سرچينې د وينا له مخې دوى پخپلو کې د وسلو پر يوه تړون خبرې کوي، خو تراوسه پورې په دې برخه کې کومه هوکړه نه ده شوې او تمه نه کېږي چې ډېر ژر به دغه کار وشي.

دا واشنگټن ته د يوه سياسي پيغام استولو مانا لري.

له هغه راهيسې چې سپېنې ماڼې د ډېموکراسۍ پرسر مصر ته د خپلو مرستو د پوځي پروگرام يوه برخه وځنډوله قاهره له نورو څخه د ملاتړ د ترلاسه کولو هڅه کوي.

دې د پوځ په ملاتړ مصري حکومت او واشنگټن ترمنځ يو درز رامنځ کړ.

خومصري چارواکي د ا ردوي چې روسيې ته د امريکا د متحده ايالاتونو د بديل په توگه کتل کېږي.

د مصر د بهرنيو چارو وزير نبيل فهمي وويل روسيه کافي ځواک لري چې د يوه بل ځاى ونيسي.

خو شنونکي وايي له مسکو سره د نوي نژدېوالي نيت دا دى چې واشنگټن وپوهول شي چې مصر نور انتخابونه هم لري.

دغه روسي پلاوی له ۱۹۹۲ راپدېخوا په لومړي ځل اسکندریې ښار ته د شپږو ورځو لپاره تللی دی.

د مصر د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د وسلو د معاملې لپاره یې تر روسیې بل غوره ملګری ونه مونده.

د نوموړي اشاره د امریکا متحدو ایالتونو ته وه.

قاهره کې زموږ خبریاله وايي، د قاهرې او مسکو ترمنځ اړیکي څو لسیزې ساړه وو، خو ښکاري چې یوځل بیا سره نژدې کېږي.

ورته مطالب