د وژونکو روباتونو پر بندولو د خبرو شونتيا

Image caption د نړۍ ٥٠ هغو هېوادونو چې د عادي وسلو تړون يې لاسليک کړى د لايزر د ړندوونکو وسلو بنديز يې تصويب کړى دى.

د نړۍ هغه هېوادونه چې د عادي وسلو تړون يې لاسليک کړى، نن به په ژنیوا کې دا پرېکړه کوي چې ايا د اتوماتيکو وسلو او وژونکو روباتونو پر بندولو بحث پرانيزي او که نه.

دغه گام د بشري حقونو د ډلو له لوري د مخ په ډېريدونکي فشار څخه وروسته راځي.

دغه ډلې ادعا کوي چې وژونکي اتوماتيکې وسلې په دې اړه اخلاقي پوښتنې را ولاړوي چې څنگه موږ جگړه پرمخ وړو او څنگه او څه ډول د وژلو پرېکړه کوو .

ايمجن فاکس پرې له جينوا رپوټ لري:

ډرون وار د مخه د يوويشتمې پيړۍ د جگړو په اړه پوښتنې راولاړې کړي دي، په داسې حال کې چې دغه الوتکې پيلوټان نه لري، خو په ځمکه کې د انسانانو له لوري يې لارښوونه کېږي.

وژونکو اتوماتو وسلو او وژونکو روباتونو ته له وړاندې نه پروگرام ورکول کېږي، او د جگړې په ډگر کې به انسان نه، بلکې روبات وي چې د وژلو پرېکړه به کوي.

د امريکا متحده ايالاتونه، برتانيا او اسراييل درې واړه وژونکو اتوماتيکو وسلو ته پرمختيا ورکوي. دوى درې واړه وايي دوى داسې کوم پلان نه لري چې انسان د پرېکړه نيولو له کړۍ څخه وباسي.

د نوي تکنالوژۍ ملاتړي وايي کېداى شي چې دا په دې د انسانانو ژوند خوندې کړي چې د جگړې په ډگر کې به د عسکرو شمېر کم کړي، خو د بشري حقونو ډلو د اخلاقو له پلوه دا تر پوښتنې لاندې راوستې ده چې ماشين ته دې دا اجازه ورکړل شي چې د يوه چا د ژوند او مرگ پرېکړه وکړي.

د نړۍ ٥٠ هغو هېوادونو چې د عادي وسلو تړون يې لاسليک کړى د لايزر د ړندوونکو وسلو بنديز يې تصويب کړى دى.

دوى به په دې اړه پرېکړه کوي چې ايا د وژونکو روباتونو پر بنديز هم خبرې وکړي اوکه نه.

ورته مطالب