اوباما له کانګرېسه پر ایران بندیزونو ځنډول غوښتي

اوباما
Image caption اوباما خبریالانو ته وویل: "که د دیپلوماسۍ له لارې د دې موضوع برابرښت وغواړو، نو د موجوده بندیزونو سربېره باید نوي بندیزونه ونه لګوو".

په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما له کانګرېسه پر ایران د بندیزونو ځنډول غوښتي، د اسرائيلو یوه وزیر د اوباما اداره له تهران سره د اسرائيلو د امنیت په تړاو په "قمار" وهلو تورنه کړې ده.

خو اوباما وايي، پر ایران باید ځکه بندیزونه وځنډول شوي، چې د ایران د اتومي لانجې په اړه لانورو دیپلوماتیکو هڅو ته زمینه برابره شي.

اوباما دا خبرې وروسته تر هغه وکړې، چې تېره اونۍ کې ژنیوا کې د ۵+۱ هېوادونو (امریکا، برتانیا، فرانسې، روسیې چین او جرمني) ترمنځ د ایران د اتومي پروګرام پر سر خبرې خبرې بې پایلې ختمې شوې.

د خبرو بل پړاو به د روانې میاشتې پر شلمه پیلېږي.

اوباما خبریالانو ته وویل: "که د دیپلوماسۍ له لارې د دې موضوع برابرښت وغواړو، نو د موجوده بندیزونو سربېره باید نوي بندیزونه ونه لګوو".

هغه زیاتوي چې "پوځي لاره تل کړکېچنه او ستونزمنه وي، او تل یې پایلې د اټکل خلاف وي".

امریکايي ولسمشر دا هم په ډاګه کړې ده چې هېواد یې "بندیزونه نه نرموي؛ ځکه چې د ایران پر اقتصاد يې ډېر اغېز کړی، په تېره بیا ددغه هېواد د تېلو پر سکتور یې د مالی او لګښتي برخو په څېر اغېز کړی دی".

د اسرائیلو غبرګون

که څه هم امریکا له ایران سره له دیپلوماتیکې لارې د لانجې غوڅول غواړي، خو اسرائيل لاهم پر خپل سخت دریځ ولاړ دي او د لویو قوتونو او ایران ترمنځ یوې هوکړې ته د رسېدو مخالف دي.

په دې لړ کې د اسرائيلو د اقتصاد وزیر نفتالي بینیت امریکايي اداره د اسرائيلو د امنیت په تړاو پر داسې "قمار" وهلو تورنه کړې ده، چې په وینا یې له دې لارې واشنګټن له ایران سره یوې موافقې ته ځان رسول غواړي.

بینیت د بروکینز د مطالعاتو مرکز کې وویل "په داسې وخت کې چې موږ سولې ته ډېر لېواله یو، باور نه کوم چې دا وخت دې زموږ د امنیت په اړه د قمار وهلو لپاره مناسب وي".

Image caption د اسراييلو لومړى وزير وايي ايران د سنتري فيوژ کافي ماشينونه او کافي تاسيسات لري چې هغه توکي توليد کړي چې اټومي بم جوړولو لپاره اړين دي.

وړاندې د اسرائيلو یوه بل وزیر جلغاد ارادون هم د ژنیوا خبرې بابیزه هڅې بللې وې.

د اسرائيلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو هم له سترو قوتونو غوښتي وو، چې د ایران د اتومي پروګرام په اړه له تهران سره موافقه ونه کړي، چې په وینا یې که پرېکړې ته سره ورسېږي، پایله به یې "ناوړه او خطرناکه" وي.

ښاغلى نتنياهو وايي د تهران پر هڅو له دې کبله باور نه لري چې په وينا يې لا له وړاندې ايران د اړتيا ترکچې پورې خپله اټومي وړتيا ډېره کړې ده.

د اسراييلو لومړى وزير وايي ايران د سنتري فيوژ کافي ماشينونه او کافي تاسيسات لري چې هغه توکي توليد کړي چې اټومي بم جوړولو لپاره اړين دي.

ورته مطالب