د سوريې د کېمياوي وسلو ويجاړولو نېټه مالومه شوه

Image caption سوريې وروسته له هغه د وسلو ویجاړولو ته غاړه کېښوده چې امريکا پرې د بريد ګواښ وکړ

د کېمیاوي وسلو د مخنيوي سازمان د سوريې د کېمياوي وسلو د زیرمو د ختمولو نيټه اعلان کړې ده.

د دغه سازمان د وينا پاڼې پر بنسټ د سوريې ډيری کېمياوي وسلې به د ۲۰۱۴ کال د جون تر ۳۰مې له هېواده بهر ويجاړې شي.

تر اوسه لا دا نه ده کره شوې، چې دغه وسلې به کوم هېواد ته استول کېږي.

مخکې امريکا له البانيا نه غوښتي و، چې د سوريې کېمياوي وسلې دغلته ويجاړې شي، خو د البانيا حکومت ورسره مخالفت وکړ.

البانيا په وروستيو کې د امريکا په تخنيکي همکارۍ خپلې کېمياوي زيرمې ويجاړې کړې.

له البانيا د امريکا دې غوښتنې البانيايان وپارول او د پلازمينې تيرانا په ګډون يې په ډېرو ښارونو کې مظاهرې وکړې.

د سوريې د کيمياوي وسلو د له منځه وړلو لپاره پرون د جمعې په ورځ د وسلو ويجاړولو نيټه وټاکل شوه.

د کېمياوي وسلو د مخنيوي سازمان د شورا د طرحې پر بنسټ د سوريې خطرناکې کېمياوي وسلې به د دې کال د ډسمبر تر ۳۱مې نېټې او پاتې به يې د راتلونکي کال د فبرورۍ تر ۵مې له منځه يوړل شي.

د سوريې د پوځ کېمياوي تاسيسات به هم د ډسمبر له ۱۵مې د مارچ تر ۱۵مې ويجاړ شي.

بل خوا داسې هم ويل کېږي، ښايي د سوريې د کېمياوي وسلو شاوخوا ۱۰۰۰ ټنيزه زيرمه د له منځه وړلو لپاره فرانسې او يا هم بلجيم ته ولېږدول شي.

ناروې له سوريې د دغو وسلو د ويستو لپاره د الوتکو او بيړيو چمتووالی نيولی، خو پخپله خاوره کې يې د دغو وسلو له منځه وړلو سره مخالفت کړی دی.

ورته مطالب