فرانسوا اولاند په درې ورځني سفر اسراییلو ته ځي

Image caption ښاغلی اولاند به د اسراييلو له ولسمشر او لومړي وزير سره د ایران د اتومي پروګرام په اړه وغږېږي

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند پر داسې مهال اسراییلو ته سفر کوی چې د تهران د اتومي پروګرام پر سر د ايران او ۵+۱ هيوادونو ترمنځ بيا خبرې کېږي.

په جنيوا کې د خبرو په تېر پړاو کې دواړه غاړې موافقې ته ونه رسېدې او ايران اعلان وکړ چې موافقې ته په رسېدو کې د فرانسې دريځ خنډ و.

د اسراييلو له ولسمشر شيمون پيرز او لومړي وزير بنيامن نتنیاهو سره ليده کاته د ښاغلي اولاند د سفر يوه برخه ده.

شيمون پيرز او بنيامن نتنياهو دواړو له فرانسې غوښتي چې له ایران سره په مذاکراتو کې د مخکني پړاو په څېر په خپلو خبرو ټينګ ودريږي.

اسراييل د ايران او د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو ترمنځ د تهران د اتومي پروګرام پر سر يوه احتمالي موافقې ته رسېدو په غوصه کړی او هغه يې ''تاريخي تېروتنه'' بللې ده.

خو د اسراييلو لويديځو متحدانو په ځانګړي ډول امريکا ټينګار کړی، چې د ايران د اتومي پروګرام په اړه يې د اسرايیلو اندېښنې نه دي هېرې کړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزیر جان کيري هم د راتلونکې جمعې په ورځ اسراييلو ته سفر کوي.

دی به دغلته له اسراييلي چارواکو د ايران او ۵+۱ هېوادونو ترمنځ د موافقې د جزيياتو په اړه وغږېږي.

مخکې تر دې ښاغلي کيري د اسراييلو د نيوکو په غبرګون کې ويلي و: ''موږ له ایران سره په مذاکراتو کې ړانده او احمق نه يو''.

د حماس غورځنګ يوه لوړپوړي رهبر چې د غزې کنټرول ورسره دی، اسراييلو ته د فرانسوا اولاند سفر غندلی دی.

ده ويلي فرانسوا اولاند له اسراييلو په ملاتړ د فلسطينيانو حقونه تر پښو لاندې کوي.

ورته مطالب