ويتنام کې راوتلو سيلاوونو ۲۸ کسه وژلي دي

Image caption په ویتنام کې سلاوونو د کافي او لوبیا فصلونو ته هم ستر زيانونه اړولې دي

په مرکزي ويتنام کې سيلاوونو او ځمک ښوويدنې ۲۸ کسه وژلي، نهه لادرکه دي او شاوخوا ۸۰،۰۰۰ کسان بې کوره شوې دي.

اسوشيټېډ پرس خبري اژانس د ويتنام د طبعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې چارواکو له قوله ليکلي ډيری دغه کسان په پنځو ولايتونو کې وژل شوي.

په کوانګ نګي ولايت کې اوبه له هغې اندازې هم لوړې شوي، چې په ۱۹۹۹ کې تر ټولو لوړې کچې ته پورته شوې وې.

په هېواد کې د نورو اورښتونو اټکل هم شوی دی.

د تېرې اوونۍ په لومړيو کې ۱۳ کسان هغه مهال مړه او ۸۱ نور ټپيان شول چې د هايان توپان د ویتنام شمالي سيمې وځپلې.

د هايان توپان په فلپين خورا لويه ويجاړې رامنځته کړې چې د وژل شويو کسانو شمېر په کې سلګونو ته رسېږي.

د رويترز خبري اژانس د راپور پر بنسټ په ويتنام کې د کافي او لوبيا توليدات هم زيانمن شوي دي.

ويتنام د کافي د توليد له اړخه د نړۍ د سر سر هېوادونو په کتار کې راځي او د شمېرو له مخې د نړۍ شاوخوا ۱۷ سلنه کافي توليدوي.

چارواکي وايي په ځينو سيمو کې د سیلاو اوبه کيناستلي او خلکو ته اجازه ورکړای شوې چې خپلو کورونو ته ورستانه شي.

يوې ښځې د ويتنام حکومتي تلويزيون ته د شنبې په ورځ ويلي: ''په ډېره بيړه کورته لاړم چې په اوبو کې له ايسارې شوې مور سره مرسته وکړم. خو ومې نه شو کړای چې له سيلاو نه خپل کور ته تيره شم''.

دا وايي مخکې له دې چې د تيليفون کرښه پرې شي له خپلې مور مې د مرستې غوښتلو ټولې خبرې واورېدې.

د ډاننګ په سيمه کې يوه کس دغه سیلاو افت وباله ویې ویل: ''موږ هر کال له سيلاوونو سره عادی شوي يو، خو سږکال سيلاو دومره چټک و، چې موږ دومره وخت پیدا نه کړ خپله چاره وکړو''.

سيلاوونو شاوخوا ۱۰۰،۰۰۰ کورونه ويجاړ کړي، لويې لارې يې بندې کړي او په ځينو سيمو کې يې د ريل ګاډي خدمتونه ځنډولي دي.

ورته مطالب