پرویزمشرف د خیانت په تور محاکمه کېږي

Image caption د ۲۰۰۸ کال په اګست کې تر استعفا وروسته، پروېز مشرف له پاکستانه ووت او د تبعید موده یې په برتانیا او متحده عربي اماراتو کې تېره کړه.

پاکستان په رسمي توګه د پخواني ولسمشر متقاعد جنرال پرویز مشرف د خیانت په تور محاکمې لپاره سترې محکمې ته رجوع کړې، چې وایي نوموړي دوه ځلې د دغه هېواد اساسي قانون تر پښو لاندې کړی دی.

د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثارعلي خان وایي، د خیانت په تور د پرویز مشرف محاکمې لپاره ډېر قوي شواهد موجود دي او د پلټنو فدرالي ادارې یوې کمېټې له هغه نه پوښتنې ګروېږنې هم بشپړې کړې دي.

حکومت به سترې محکمې ته د پرویز مشرف د محاکمې لپاره د قاضیانو د یوه ځانګړي کمېسیون جوړولو خواست وکړي.

د پلټنو یو راپور به هم سترې محکمې ته واړندې کړل شي. پرویز مشرف ۱۹۹۹کال کې د هغه وخت د لومړې وزیر نواز شریف حکومت ړنګ کړ او ورسته یې هغه سعودې عربستان ته وشاړه.

۲۰۰۷ کال کې پرویز مشرف بېړنې حالت اعلان کړ او اساسي قانون یې وځنډاوه.یو شمېر هغه قاضیان یې په زور کورونو کې ناستې ته مجبور کړل چې هغه سره یې له وفادارۍ نه انکار کړی و.

دا د پاکستان تاریخ کې لومړی ځل دی چې د یوه پوځي دكتاتور د خیانت په تور محاکمه پیل کېږې.

قانوني ماهرین وایي د پاکستان د قانون له مخه د خیانت جزا اعدام یا عمري بند دی. دا ګام به د نواز شریف د حکومت لپاره مهم امتحان وي، ځکه چې د هېواد ځواکمن پوځ کېداې شي، له زړه نه دا قبول نه کړي.

لومړي وزیر نواز شریف د مې میاشتې ټاکنو کې له بریالیتوبه ورسته د جون په میاشت کې د پرویزمشرف د خیانت په تور د محاکمې اعلان کړی و او دا یې د خپل حکومت یو مسوولیت بللی و.

د حکومت د دې پرېکړې نه مخکې په نوموړي د پخوانۍ لومړۍ وزیرې بینظیر بوټو، بلوڅ قومي مشر نواب اکبر بګټي، د لال مسجد د مرستیال امام مولانا عبدالرشید غازي د وژنې په قضیو او د قاضیانو د نیولو قضیې کې ضمانت ورکړل شوی و.

دې ضمانتونو داسې ګنګوسې راپورته کړې وې چې کېدای شي پرویز مشرف له پاکستانه بهر لاړ شي.

د ۲۰۰۸ کال په اګست کې تر استعفا وروسته، پروېز مشرف له پاکستانه ووت او د تبعید موده یې په برتانیا او متحده عربي اماراتو کې تېره کړه.

نوموړی په ټاکنو کې د ګډون لپاره د مارچ په ۲۴ نېټه خپل هېواد پاکستان ته تر څه باندی څلور کلن تبعید وروسته ستون شو خو د پاکستان د ټاکنو کمېسیون ده ته په ټاکنو کې د ګډون اجازه ورنه کړه.

ورته مطالب