بانکي مون د مذهبي تاوتريخوالي د مخنيوي غږ کړی

Image caption ښاغلي بان پر امنیت شورا غږ کړی، چې دغه ماموریت ته نړیوال ملاتړ پيدا کړي

د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون خبرداری ورکړی چې په مرکزي افریقا جمهوریت کې روان مذهبي تاوتریخوالی له ''کنتروله وتونکی'' دی.

ښاغلي بان ويلي چې دا تاوتريخوالی کولای شي پراخ ملي او سیمه ییز ګواښونه رامنځته ته کړي.

بانکي مون ویلي، دغلته وسله والې ډلې مسیحیان او مسلمانان ''یو د بل پر ضد'' پاروي.

دی وايي مخکې له دې چې دغه تاوتریخوالی په یوه ستر ناورین بدل شي بايد دغه هېواد ته اغېزناک سوله ساتی ځواک واستول شي.

ټاکل شوې راتلونکې میاشت په دغه هېواد کې له وړاندې د مېشت سیمه ییز سوله ساتي ځواک د مشرۍ چارې افریقايي ټولنې ته وسپارل شي.

ښاغلي بان د ملګرو ملتونو پر امنیت شورا غږ وکړ، چې دغه ماموریت ته نړیوال ملاتړ پيدا کړي.

د مرکزي افریقا جمهوریت د روان کال په مارچ میاشت کې د یاغیانو له خوا د ولسمشر فرانسوا بوزیزه د واک له ختمولو راهیسې له تاورتریخوالي سره مخامخ دی.

د دغه هېواد لومړي وزیر نیکولاس تیانګای وویل، ''مجرمان بايد بې سزا'' پاتې نه شي.

دی وايي: ''زموږ هېواد پراخ دی او د امنیت نشتوالی په کې خپور دی. د هېواد په ولایتونو کې وسله والې ډلې فعالیت کوي''.

لومړي وزير نيکولاس زياته کړه د حکومت دریځ يې روښانه دی او هغه دا چې په مرکزي افریقا جمهوریت کې مجرمان معافیت نه لري.

دی وايي په ځینو جدي قضیو کې به مجرمان آڼ له نړیوالو معیارونو سره سم محاکمه شي.

ورته مطالب