د نوبل جایزه ګټونکې برتانوۍ ومړه

لیسنګ
Image caption لیسنګ پخپلو لیکنو کې، چې شمېر یې ۵۵ ناولونو او لنډو کیسو ته رسېږي، د کورنۍ پر رول او په ټولنه کې د وګړو پر رول ډېر پام ورټول کړی دی.‌

د ادبیاتو د نوبل جایزې پخوانی ګټونکې برتانوۍ ناول لیکونکې دوریس لیسنګ د ۹۴ کلونو په عمر ومړه.‌نوموړې د شلمې پېړۍ په انګریزي ژبه کې یوه وتلې لیکواله وه.

د هاربر کولینز خپرندویې ټولنې په یوه اعلامیه کې ویلي چې لیسنګ لندن کې پخپل کور کې مړه شوې ده.‌

خو د هغې د شاهکارونو وکیل جونتن کلوز ویلي چې "هغه یوه باهمته لیکواله وه،‌تیز او اختراعي ذهن یې درلود.‌د هغې مړینې یوه لویه ضایع ده".

لیسنګ د ۱۹۱۹ کال د اکتوبر پر ۲۲مه د اوسني ایران فارس کې زیږېدلې وه، ‌په رودیسیا یا اوسنۍ زیمبابوې کې لویه شوې ده.‌

بیا برتانیا ته په دېرش کلنۍ لېږدېدلې ده.‌

هغې د تېرې پېړۍ پنځوسمو او شپېتمو لسیزو پرمهال پخپلو لومړنیو کیسو او ناولونو کې هغه مهال چې په افریقا کې وه،‌ د سپین پوستو ښکېلاک ګرو کړنې غندلې وې،‌چې د تور پوستو د شړلو هڅې یې کولې.‌

همدا وه چې د سپین پوستو تر واکمنۍ لاندې سوېلي افریقا ته د لیسنګ پر ورتګ بندیز ولګول شو.‌

لیسنګ پخپلو لیکنو کې، چې شمېر یې ۵۵ ناولونو او لنډو کیسو ته رسېږي، د کورنۍ پر رول او په ټولنه کې د وګړو پر رول ډېر پام ورټول کړی دی.‌

ورته مطالب