منډېلا لاهم په اشارو غږېږي

نېلسن منډېلا
Image caption نېلسن منډېلا د افریقا توکمیزو شخړو پرمهال ټیک ۲۷ کاله زنداني شو،‌او له ۱۹۶۴ کال تر ۱۹۹۰ پورې د زندان په تورو تیارو کې بندیوان و.‌

د بشري حقونو او ازادۍ مخکني مخکښ او د سوېلي افریقا پخواني ولسمشر نېلسن منډېلا ښځې ویلي،‌چې مېړه یې لاهم په اشارو خبرې کوي او له خبرو لوېدلی دی.

ویني منډېلا وايي، ۹۵ کلن مېړه یې ارام سړی دی، او د ناروغۍ بستر کې هېڅ نارامي نه کوي.

ویني زیاتوي چې "هغه [منډېلا] خبرې نه شي کولی،‌ځکه چې په خوله کې یې ډېر پایپونه وصل شوي،‌او له پوښتورګو د پایپونو په مټ‌ اوبلن مواد راوباسي".

هغه دا هم وايي چې مېړه یې "که څه هم خبرې نه شي کولی،‌خو د مخ په اشارو خلک پوهولی شي،‌ډاکټران وايي هڅه کوي چې منډېلا پخواني حالت ته راستون کړي چې په ژبه وغږېږي".

منډېلا دوه میاشتې مخکې وروسته تر هغه خپل کور ته ستون شو،‌چې ټیک درې میاشتې روغتون کې بستري و.

نېلسن منډېلا د افریقا توکمیزو شخړو پرمهال ټیک ۲۷ کاله زنداني شو،‌او له ۱۹۶۴ کال تر ۱۹۹۰ پورې د زندان په تورو تیارو کې بندیوان و.‌

منډېلا بیا وروسته پر یوه نړیوال سمبول واوښت،‌ځکه چې د دیموکراسۍ او د تور پوستو او سپین پوستو ترمنځ‌یې د سولې لپاره ډېر کار وکړ.‌

منډېلا ته د هغه د هلو ځلو او فعالیتونو له برکته په ۱۹۹۳ کال د سولې د نوبل جایزه هم ورکړل شوه،‌ خو په دا بل ۱۹۹۴ کال تر څلور کلنۍ مبارزې وروسته د هېواد ولسمشر شو.‌

ورته مطالب