قطر کې له کارګرو سره "حیواني معامله کېږي"

Image caption ځینې وخت د کار په مقابل کې کارګرو ته هېڅ مزدوري یا پیسې نه دي ورکړل شوې.‌

د بښنې نړیوال سازمان ویلي، د قطر د کار سکتور کې له کارګرو سره حیواني چلند کېږي او له بشري حقونو په لوی لاس سرغړونه کېږي.

دغه سازمان دا څرګندونې د ۲۰۱۱ کال نړیوالو اتلولیو لپاره په دوحه کې د لوبغالو جوړېدو د چارو پیلېدو په درشل کې پخپل یوه تازه راپور کې کړې دي.‌

دغه راپور چې د "د کارګرو د کډوالۍ تور اړخ:‌ قطر کې د کار پر سکتور رڼا" په نامه خپور شوی،‌ وايي چې "قطر کې له کارګرو سره له سرغړونو او ظالمانه کړنو پرده پورته شوې ده،‌په تېره بیا له بهرنیو کارګرو سره،‌چې په لوی لاس له دوی سره زور زیاتی کېږي او ډېر کله د حیوان په سترګه ورته کتل کیږي".

دغه نړیوال سازمان دا هم وايي چې ان یوه قطر سرکار یا د کار څښتن خپلو کارګرو ته د "حیواناتو" خطاب کړی دی.‌

د قطر چارواکو هغو کارګرو ته د مناسب کاري چاپېریال برابرولو ژمنه کړې وه،‌چې د نړیوالو لوبو نویو لوبغالو جوړولو کې په کاربوختېدونکي دي،‌خو د دغه راپور په اړه یې تر اوسه هېڅ‌غبرګون نه دی ښوولی.

ملنډې

په راپور کې د هغو کارګرو خبرې راخیستل شوې،‌چې له اسیايي هېوادونو قطر ته د کار لپاره تللي، په تېره بیا د هغه شرکت تر مشرۍ لاندې کار کوي،‌ چې د فیفا لپاره ځای جوړوي،‌ د نیپال یوه کارګر ویلي چې په اونۍ کې ټیک اوه ورځې هره ورځ‌۱۲ ساعته کار کوي،‌هغه هم د تودوخې د لوړې درجې لرونکي چاپېریال کې،‌او د کار مشران پر دوی کله کله ملنډې هم وهي.‌

راپور وايي،‌ځینې وخت بشري سرغړونې ان تر دې بریده رسېدلې،‌چې پر کاګرو "په زور" کار شوی،‌او ځینو نورو ته بیا لوی ګواښونه شوي،‌که چېرې خبره ونه مني،‌له هېواده به وشړل شي یا به جریمه ورکړي.

ځینې وخت د کار په مقابل کې کارګرو ته هېڅ مزدوري یا پیسې نه دي ورکړل شوې.‌

Image caption قطر د فوټبال د نړیوالو اتلولیو د لوبغالو او بنسټونو جوړولو لپاره زښت ډېر بهرني کارګر ګومارلي دي، چې شمېر یې ان تر ۱.۸ میلیون پورې رسېږي.‌

د بښنې نړیوال سازمان منشي سلیل شیتي ویلي چې "دا د نړۍ په یوه بډایه هېواد کې هېڅ د منلو وړ نه ده چې له بهرنیو کارګرو سره دې په لوی لاس او له ډېرو کارګرو سره وحشیانه عمل وشي،‌له خپلو حقونو دې محروم شي او د کار پروخت دې په ناقانونه توګه د ډېر کار تقاضا ترې وشي".

شیتي زیاتوي چې "که چېرې اوږدمهاله او پرېکنده ګام وانه خیستل شي، له هغو سلګونو زرو بهرنیو کارګرو سره به دا ډول کړنې او بشري سرغړونې دوام وکړي، چې قطر کې د راتلونکو کلونو پرمهال د دغه هېواد له کاري برخې سره یوځای کېږي".

قطر د فوټبال د نړیوالو اتلولیو د لوبغالو او بنسټونو جوړولو لپاره زښت ډېر بهرني کارګر ګومارلي دي، چې شمېر یې ان تر ۱.۸ میلیون پورې رسېږي.‌

ورته مطالب