سوري ځواکونو قاره ښار بېرته له ياغيانو نيولی

  • 20 نومبر 2013 - 29 لړم 1392
د قاره ښار د پلازمينې دمشق په شمال ۱۰۰ کيلومترۍ کې پروت دی

د سوريې حکومتي ځواکونه توانېدلي چې له لبنان سره پر پوله د قاره ښار له ياغيانو بېرته ونيسي.

دغه ستراتيژيکه نقطه د هغو وروستۍ هغه ده چې مخالفينو ترې کولی شوای له بهر سره لار ولري.

د سوريې حکومتي ځواکونو د دغې سيمې د بېرته لپاره د جمعې ورځې راهيسې پر قاره ښار بريدونه پيل کړل.

د یرغل پر مهال د حکومتي ځواکونو ملاتړ له هوا نه جټ او څرخي الوتکو کاوه.

په القاعده پورې تړلې د النصره ياغي ډلې اعلان کړی، چې دوی او نورو ياغي ډلو له قارې او شاوخوا سيمو په شاتګ کړی دی.

دغو ډلو له تېر يوه کال راهيسې دغه سيمه نيولې وه.

راپورونه وايي په دغه څو ورځنۍ جګړه کې زيات شمېر ياغیان وژل شوي دي.

د قاره ښار د پلازمينې دمشق په شمال ۱۰۰ کيلومترۍ کې پروت دی.

د دغې سيمې په نيولو سره حکومت د پايتخت او پولو ترمنځ سيمو واک تر ګوتو کړی.

په دې توګه د پلازمينې شاوخوا هغه سيمې چې د مخالفینو تر ولکې لاندې دي او حکومتي ځواکونو کلا بندې کړي، نورې هم تر فشار لاندې راغلي.

په برتانيا کې د سوريې د بشري حقونو څار ډلې راپور ورکړی چې د سوريې جنګي الوتکو او توپونو د دوشنبې په ورځ د قاره ښار او شاوخوا سيمې تر اور لاندې ونيولې.

وسله والو ياغيانو هم پر حکومتي ځواکونو د هاوانونو ډزې کړي دي.

دمګړۍ شاوخوا ۸۰۰زره بېځايه شوي کسان له لبنان سره پر پوله ځای پر ځای شوي او راپورونه وايي چې تر اوسه ۱۰زره کسان لبنان ته تښتېدلي دي.

ورته مطالب