کراچۍ کې چاودنو اته کسه وژلي دي

د پاکستان په ستر ښار کراچۍ کې دوه چاودنې شوي، چې په پایله کې یې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي او تر ۱۵ ډېر نور ټپیان دي. په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

دغه چاودنې د انچوله په سیمه کې د شپې پر یوولسو بجو او ۲۵ دقیقو شوي دي.

ویل کېږي چې په سیمه کې د برېښنا سیستم، یو شمېر دوکانونه او خوړنځایونه هم سخت ویجاړ شوي دی.

ټپیان د عباسي شهید روغتون ته وړل شوي،‌ د دغه روغتون یو ډاکټر منلې چې په چاودنه کې ۸ کسه وژل شوي دي.

د پېښې پر ځای کې راغونډ شویو خلکو دغه چاودنې په سخته ټکو غندلي دي.

امنیتي ځواکونه د احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره په ټول ښار کې د بشپړې تیارسۍ په حال کې دي.

پولیس وایي چاودېدونکي توکي په هغو موټرسایکلو کې ځای پر ځای شوي‌ وو چې د دغو دوکانونو خوا ته ولاړ ول.

تر اوسه کومې ډلې د دې برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

د سني‌ او شیعه ګړکېچ

د ځايي پولیسو یو مشر جاوید ادهو وايي دغو چاودنو ډېر لوړ غږ درلود. د نوموړي په وینا سمدستي مشکله ده چې ووایو د برید تر شا د چا لاس دی.‌ دا هم نشو ویلی چې شیعه ګان په نښه شوي دي ځکه په دې سیمه کې سنيان هم مېشت دي.

په تېرو څو کلونو کې په پاکستان کې د فرقه ییز بریدونو لړۍ روانه ده. تېره جمعه په راولپنډۍ کې د عاشورا پر ورځ‌ برید کې ۱۱ کسان ووژل شول.

د وروستیو پېښو له امله په پاکستان کې د شیعه او سني مسلمانانو تر منځ د فرقه ییز تاوتریخوالي وېره زیاته شوې ده.

څه موده وړاندې د بشري حقونو نړیوال سازمان هیومن رایټس واچ هم پاکستان کې د فرقه ییز تاوتریخوالي په ډېرېدو اندېښنه څرګنده کړه.

ورته مطالب