مصر له قاهرې د ترکیې سفیر وباسي

Image caption د ترکیې لومړي وزیر رجب طیب اردوغان لومړی هغه کس و، چې د رابعه العدویه نښان (څلور ګوتې) یې وکارولې.

مصر وايي له قاهرې یې د ترکي سفیر د ایستلو پرېکړه کړې ده، او له ترکیې به خپل سفیر وروغواړي.

د مصر د کورنیو چارو وزارت ویاند بدر عبدالمعطي خبریالانو ته وویل "پرېکړه وشوه چې له ترکیې خپل سفیر راوغواړو او قاهره کې ترکی سفیر له دې هېواده وتلو ته اړ کړو".

نوموړی وايي، چې اوس په مصر کې د ترکیې سفیر ته "په ښه سترګه نه کتل کېږي".

د مصر او ترکیې ترمنځ دیپلوماتیک اړیکي وروسته تر هغه ترینګلي شول، چې ترکیې د لیرې کړای شوي مصري ولسمشر محمد مرسي تایید اعلان کړ.

ترکي حکومت وايي، د تېر جولای پر درېیمه د پوځ له لوري د مرسي ایسته کېدل یوه پوځي کودتا وه.

د مصر د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاتوي، هېواد یې د همدې موضوع له کبله له ترکیې سره دیپلوماتیکه راشه درشه کول غواړي.

خو په انقره کې د مصر سفیر بیا د اګست پر ۱۵ مه د مشورې لپاره غوښتل شوی و.

خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو د پوره غوڅېدا اعلان لا نه دی شوی.

د مصر د پوځ پلویو رسنیو او سیاستوالو له لوري د ترکیې پر حکومت له دې اړخه نیوکې کېږي، چې ګني د اخوان المسلمین ګوند لیرې کړای شوي ولسمشر محمد مرسي او اخوان المسلمین ټینګه پلوي کوي.

د ترکیې لومړي وزیر رجب طیب اردوغان لومړی هغه کس و، چې د رابعه العدویه نښان (څلور ګوتې) یې وکارولې.

دغه نښان تر ډېره په مصر او نورو هېوادونو کې د اخوان المسلمین د پلوۍ او د واکمن پوځي نظام پرخلاف کارول کېږي.

په مصر کې چارواکي هر هغه کس څاري او بیا نیسي، چې د رابعه العدویه نښان ورسره وي او یا یې پر خلکو وېشي.

ورته مطالب