د هدی او عرفات مینې د سعودي دود او قانون مات کړل

Image caption هدی او عرفات ګواښ کړی، که چېرې هدی سعودي ته په زور واستوله شي، دواړه به څانوژنه وکړي.

د سعودي عربستان یوه پېغله هدی عبدالله آل النیران او د یمن یو ځوان عرفات القاضي یوځل بیا د صنعاء محکمې مخې ته له دې کبله درول شوي، چې ګني د یمن خاورې ته په ناقانونه توګه ننوتلي دي.

محکمې د اکتوبر پر اووه ویشتمه پیل شوه. خو سعودۍ پېغله د ناقانونه کډوالو او ناقانونه پاسپورتونو د نیولو شویو کسانو په زندان کې اچول شوې ده، خو مین یې عرفات په بل زندان کې دی.

عرفات سعودي عربستان کې د کارګرو کډوالو له ډلې و، چې له هدی سره یې په لومړۍ کتنه کې پر هغې زړه مین شو، همدا وو چې دواړو د واده کولو پرېکړه وکړه، خو د هدی کورنۍ دا نه منله چې ګني له ناسعودي وګړي سره دې د هغوی د لور واده وشي.

مینه کوم، مینه کوم، مینه کوم....

هدی شاید سعودي ته وشړله شي، خو دواړه (هدی او عرفات) وايي، که دا کار وشي، شاید ځانوژنې وکړي.

د هدی مخکني وکیل عبدالرقیب القاضي بي بي سي ته ویلي: "د یمن چارواکو هدی د یمن سمندر غاړه کې ونیوله او بیا یې محاکمې ته بوتله".

هدی د محکمې په لومړۍ ناسته کې له قاضي وغوښتل، چې له یمني یار (عرفات) سره یې دې واده وشي، هغې په چیغو ویل چې: "مینه ورسره کوم، مینه ورسره کوم، مینه ورسره کوم... "

Image caption سعودي عربستان کې د ښځینه موټر چلوونکو موضوع پر یوې لانجمنې مسالې اوښتې ده.

دغه کیسه په ټول یمن کې ډېر ژر خپره شوه، خو ګڼ یمنیان د محکمې ودانۍ مخې ته د هدی او عرفات په ملاتړ راغونډ شوي وو.

ژوند ته خطر

که څه هم یمن ته د دغه هېواد د قانون له مخې‎ د خلیجي هېوادونو د وګړو داخلېدل جرم نه بلل کېږي، خو له هدی سره د نیول کېدا پرمهال هېڅ قانوني اسناد نه وو.

د هدی وکیل قحطان الحریري ویلي "محاکمه د قانون مطابق وشوه، تورونه هم جدي نه وو، خو ستونزه له هېواده د ایستلو، پاسپورټ اداره او د هغو کسانو په اړه ده، چې په ناقانونه توګه دغه هېواد ته ننوځي".

الحریري زیاتوي که چېرې هدی سعودي عربستان ته واستوله شي، شاید هلته یې کورنۍ ته دا لوی عیب وي، چې ګني لور یې له یوه بهرني سره تښتېدلې ده. سعودي چارواکي به یې له شک پرته بندي کړي.

سعودي چارواکي وايي، چې یمن باید هدی د محاکمې لپاره دوی ته وسپاري، خو هدی او عرفات وايي، که چېرې دا کار وشي، شاید دواړه ځانونه ووژني.

د مینې کیسه

درې کاله مخکې، هدی د ګرځنده تیلیفونونو هغه خرڅلاو ځای ته ورغله، چې عرفات په کې کار کاوه، او له هغه ځایه یې پر عرفات پورې زړه ونښت.

له زندانه عرفات بي بي سي ته د تیلیفون پر کرښه ویلي چې "د لومړي ځل لپاره له هدی سره د ګرځنده تیلیفونونو په یوه خرڅلاوځای کې معرفي شوم درې ځلې مې د واده کولو وړاندیز ورته وکړ، خو کورنۍ یې نه مني چې لور یې دې له یوه یمني ځوان سره واده وکړي".

دی زیاتوي "کورنۍ یې غواړي هغه د تره زوی ته ورکړي، خو هدی انکار کوي، او قسم یې خوړلی چې له یمني پرته به بل څوک ورنژدې نه شي".

عرفات وايي "هدی د کورنۍ له خوا له دوو ستونزو سره مخامخ ده: لومړۍ دا چې د تره له زوی سره واده وکړي خو ماته یې ویلي چې دا کار نه کوي، همدا سبب دی چې یمن ته وتښتېده".

په دې سره عرفات بي بي سي ته په خبرو کې قسم وکړ چې "هدی نه غواړي سعودي ته ستنه شي، مګر دا چې په کفن کې ورستنه شي، که چېرې ستنه شي، زه قسم خورم چې ځان به وژنم، یوازې مرګ موږ سره بېلولی شي".

د هدی وکیل ټینګار کوي چې موکله یې باید هغې ته د متوجه ګواښونو له کبله خپل هېواد ته ونه لېږل شي.

ورته مطالب