"د ايران پرضد بنديزونه ښايي ډيسمبر کې لېرې شي"

Image caption ايران د نړۍ له ځواکمنو هېوادونو سره د يکشنبې په ورځ موافقه وکړه.

د فرانسې د بهرنيو چارو وزير لوراس فابیوس وايي د ايران ضد د اروپايي اتحادېې ځينې بنديزونه به د نړۍ له ځواکمنو هېوادونو سره د تهران د شوې موافقې دېوې برخې په توگه د راتلونکې مياشتې په لومړيو کې لېرې شي.

نوموړي وروسته له هغه خبرې کولې چې تهران کې ټولو شويو خلکو د هغې موافقې د ترلاسه کولو لپاره چې د ايران د ځينې اټومي فعاليتونو د ودرېدو په بدل کې به د ايران پرضد بنديزونه يو څه نرم شي د مرکچيانو ستاينه کوله.

جينوا کې د شپږو مياشتو لپاره شوې دې موافقې د دوشنبې په ورځ د نړۍ په مارکيټونو کې د تيلو بيې ټېټې کړي.

تاريخي تېروتنه

د اسراييلو لومړي وزير بين يمين نتن ياهو خبردارى ورکړ چې دا "يوه تاريخي تېروتنه ده"

د يکشنبې په ورځ ولسمشر اوباما ښاغلي نتن ياهو ته تيليفون وکړ او پر موافقې يې له هغه سره خبرې وکړي.

هغه د اسراييلو مشر ته وويل امريکا متحده ايالاتونه پر دې پوهېږي چې اسراييل "پر ايران د شک لرلو لپاره ښه دلايل" لري.

ولسمشر اوباما له خپلو متحدينو سره د نژدې سلا مشورو ژمنه وکړه.

د ايران سيال سعودي عرب په احتياط سره د دغې موافقې هرکلى وکړ. په دې اړه د دغه هېواد په اعلامېه کې ويل شوي چې "که ښه نيت وي نو دا به د ايران د اټومي پروگرام د لانجې د حل لپاره" يو لومړى گام وي.

ښاغلي فابيوس فرانسوي راډيو ته وويل ايران ژمن دى چې د اټومي وسلو جوړولو له امکاناتو لاس واخلي. دا بيخي روښانه ده. خو په همدې حال کې يې ټينگار وکړ چې که ايران خپلې ژمنې پوره نه کړي کېداى شي دغه موقتي موافقه لغو شي.

د اروپايي اتحادېې د بهرنيو چارو وزيران به راتلونکو اونيو کې سره وگوري چې د ايران پرضد د ځينو بنديزونو پر لېرې کولو خبرې وکړي. په پام کې ده چې دغه بنديزونه په ډيسمبر کې لېرې شي.

د دغې موافقې له مخې چې شپږ مياشتې به دوام کوي ايران به شاوخوا اووه ميليارده ډالره ترلاسه کړي.

د موافقې مهم ټکي

  • ايران به تر ٥ سلنې ډېر يورانيم نه پخوي او له دې کچې پورته خپل ټول پاخه شوي يورانيم به شنډوي.
  • ايران به څارونکو ته پوره اجازه ورکوي چې په ورځني ډول د نتانز او فردو په تاسيساتو کې د دوى اړوندې اټومي چارې وڅاري.
  • د عرق بټۍ له نورې پرمخيتا څخه به لاس اخيستل کېږي. داسې باور کېږي چې دغه بټۍ کولى شي پلوتونيم توليد کړي.
  • که ايران خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شي نو په راتلونکو شپږو مياشتو کې به د ايران پرضد نوي بنديزونه نه لگول کېږي.
  • د ايران د سرو زرو او قيمتي اوسپنو، موټر جوړولو او تيلو او کېمياوي توکو پر سوداگرۍ به ځينې بنديزونه وځنډول شي.

ورته مطالب