اسیا ته د ایران د ایراني صادراتو د ډېرېدو اټکل

Image caption په بارکلیز بانک کې شنونکي وايي، غوره به دا وي چې هره ورځ ایران تر ۴۰۰ زرو ډېر بیلره تېل صادر نه کړي.

اټکل دی، چې د ایران د خامو تېلو د صادراتو کچه اسیا، په تېره بیا هند او چین ته لوړه شي. څو میاشتې مخکې د اروپا او امریکا له لوري د ایران پر تېلو بندیز لګول شوی و.

دا ګام تېره ورځ وروسته تر هغه واخیستل شو، چې په ژنیوا کې د ۱+۵ هېوادونو ترمنځ د ایران د اتومي پروګرام د محدودیت پر سر خبرې وشوې، خو مقابل کې به پر ایران لګول شوي بندیزونه سپکېږي.

په ۲۰۱۱ کال د ایران د صادراتو کچه تر ۵۰٪ ډېره راټيټه شوه، چې هره ورځ یې نژدې یو میلیون بیلره تېل بهر ته له صادرېدو راوګرځول شول.

ګولډمن ساکس بانک پخپله یوه ویناپاڼه کې ویلي، چې په دې ګام سره د ایران هغو بار وړونکو کښتیو ته اجازه ورکول کیږي، چې له مودې راهیسې د خامو موادو لېږد ته انتظار کاوه.

په واشنګټن کې د کلیر فیو اینرژي پارټنر بنسټ کیفین بوک ویلي، پر ایران د بندیزونو سپکول هره ورځ د ۲۰۰ تر ۴۰۰ زورو بیلرو ایراڼي تېلو صادرېدو ته لاره هواره شوه.

دی وايي، چې د تېلو په صادرولو کې هندي شرکتونه له ایران سره قراردادونه لري.

په بارکلیز بانک کې شنونکي وايي، غوره به دا وي چې هره ورځ ایران تر ۴۰۰ زرو ډېر بیلره تېل صادر نه کړي.

د ژنیوا پرېکړې ایران ته دا ګټه هم ورسوله، چې په بهر کې د تېلو د رانیولو مقابل کې تهران ته نژدې ۴.۲ میلیارد سپمول شوي ډالر په لاس ورشي.

د حکومتي سرچینو په حواله، د ایران د تېلو دویم لوی مشتري هند د تېلو د وارداتو مقابل کې د ایران نژدې ۵.۳ میلیارد ډالر پوروړی دی.

د هند منګلور کې د تېلو د چڼ عمومي مشر پي پي اوبادیا، چې د ایراني خامو تېلو رانیولو لوی قراردادي دي، ویلي چې "که امکان ولري راتلونکې اونۍ به ایران ته پور ورکول پیل کړو".

ورته مطالب