د یمن صنعاء کې دوه روسي سلاکاران وژل شوي

Image caption د وژل شویو روسانو تر اوسه چا نه ده منلې.

د یمن د پلازمینې صنعاء په سوېل کې دوه روسي سلاکاران د دوه مخ پټو موټر سایکل سپرو وسله والو له خوا ووژل شول.

یوې یمني سرچیني بي بي سي ته ویلي وژل شوي کسان د یمن د ملي دفاع وزارت مشاورین وو.

سرچینه وايي دا دوه مشاورین د هغه هوټل په مخکې چې دوی په کې اوسېدل په داسې تومانچه ویشتل شوي چې د ډز غږ يې نه اورېدل کېده.

د پېښې ځای د امنیتي ځواکونو له خوا کلابند شوی، د وژل شویو کسانو مړي روغتون ته وړل شوي او چارواکي وايي د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.

د دفاع وزارت یوه ډګروال محمد الموري ویلي، وژل شوي روسان په وزارت کې د پوځي سلاکاران و، چې له هوټله د بینون سړک په اوږدو کې په نښه شوي دي.

د روسي سفارت له قوله نوفوستي خبري رسنۍ ویلي چې یمن کې هېڅ روسي پوځیان نه شته.

لاهم یمن له القاعدې شبکې سره په سخته جګړه کې ښکېل دی.

د القاعدې یمن کې جنګېدونکې ډله ځان "په عربي ټاپووزمه کې القاعده" بولي، چې تر ډېره پر پوځي او امنیتي سرتېرو بریدونه کوي.

تېره میاشت هم په دې ډول پارلمان کې د زیدیه شیعه ګانو یو یاغي غړی عبدالکریم جدبان ووژل شو.

ورته مطالب