هندي موراوپلار ته د لور په وژنه د عمري بند سزا

يوه هندي موراوپلار ته د خپلې لور اروشي تلوار او نيپالي نوکرهيمراج بنجدي د وژلو له کبله د عمر بند سزا ورکړل شوه.

د دوشنبې په ورځ راجيش او نپور تلوار پر وژنې، د شواهدو پر له منځه وړلو او د پلټونکو پر بي لارې کولو پړه شول.

د دوى څوارلس کلنه لور د ٢٠٠٨ کال د مې پر مياشت پخپل کور کې مړه وموندل شوه.

دې وژنې هند کې پراخ غبرگونونه را وپارول او په اړه يې هر چېرې او آن پر ديوالونو هم ليکنې کېدلې.

څارنوالانو له دې کبله دې جوړې ته د بند دا سزا ورکړه چې ويل يې دا "ډېره نادره " پېښه ده. خو مدافع وکيلانو استدلال کاوه چې دا جوړه يوه مسلکي او د درناوي وړ ده.

د تلوار مدافع وکيلانو ويلي دي چې دوى به د محکمې د دې حکم په وړاندې د استيناف غوښتنه وکړي.

د پېښې ضمني شواهد د قاضي شمع لعل د دې حکم بنسټ و ځکه د پېښې د ځاى شواهد د تېرو دوو پلټنو په لړ کې له منځه تللي وو.

Image caption څوارلس کلنه اروشي د ٢٠٠٨ کال د مې پر مياشت پخپل کور کې مړه وموندل شوه

قاضي په دې اړه په خپله وينا کې وويل " مور او پلار د خپلو بچيانو تر ټولو ډاډمن ساتونکي دي. دا د انساني طبيعت حکم دى خو د بشريت په تاريخ کې داسې پېښې هم شته چې مور او پلار د خپلو بچيانو په وژونکو اوړي"

اروشي د خپل مور او پلار د خونې ترڅنگ د خپل خوب خونې کې مړه وموندل شوه چې ستونى يې پرې وه او سر کې يې مرگونې ټپونه و.

څارنولانو ادعا کړې چې تلوار او مېرمن يې خپله لور داسې مهال وژلې چې له هيمراج سره يوځاى وه.

څارنولان دا استدلال هم کوي چې د اروشي ستونى داسې پرې شوى و چې معلومېده د ډاکتري مهارت لرونکي يو چا دا کار کړى وي او دواړه قربانيان د گلف په لرگي وهل شوي وچې په لومړى سر کې دغه لرگى هم پټ شوى و.

د پلټنې په لومړيو ورځو کې اروشي داسې يوه نجلۍ بلل شوې وه چې اخلاق يې دومره ښه نه و او له هلکانو سره يې اړېکې لرلې.

دغه ډول څرگندونې د ښځو او بشري حقونو د فعالانو د سختو نيوکو سبب شوي.

کارپوهان وايي دغه پېښه هند کې د کلتورونو ترمنځ د ټکر څرگندويي هم کوي چې د لوړې طبقې خلک نه غواړي چې لورگانې يې د ټېټې طبقې له هلکانو سره اړيکې ولري.

ورته مطالب