"د خلیج مناجات"، نړۍ کې تر ټولو قیمتي چاپ شوی کتاب

Image caption اټکل دی، چې دغه کتاب به " له عبري ژبې انګلیسي ته کټ مټ د یهودي دودیزو مناجاتو په تګه ژباړل شوی".

"د خلیج مناجات" کتاب په ګرده نړۍ کې تر ټولو د قیمتي چاپ شوي کتاب ریکارډ مات کړ، دغه کتاب د نیویارک په یوه لیلام ځای کې په ۱۴.۲ میلیون ډالر ورپلورل شو.

"د خلیج مناجات" ماساچوسټس ایالت کامبریج کې چاپ شوی دی.

اټکل دی، چې دغه کتاب به " له عبري ژبې انګلیسي ته کټ مټ د یهودي دودیزو مناجاتو په بڼه ژباړل شوی".

"د خلیج مناجات" کتاب عموماً تر ټولو قیمتي کتاب نه دی، ځکه چې د قیمتي کتاب لقب ترې وړاندې د لیوناردو دی وینچي په لاس لیکلي کتاب ګټلی و، چې په ۱۹۹۴ کال په ۳۰.۸ میلیون ډالر وپلورل شو.

"ډېرې تېروتنې"

د "سوزبي لیلام" مرکز - چې دغه کتاب یې د تېرې سې شنبې پر ماښام لیلام ته وړاندې کړ- ویلي چې "دغه کتاب د اقتصادي چارو یوه کارپوه ډيویډ روبنشټاین وپېره، چې غواړي د هېواد په ټولو کتابتونونو کې یې د استعارې لپاره کاپۍ جوړې کړي".

دغه کتاب د بوسټن "اولډ ساوت" کلیسا کې لیلام ته اېښودل شوی و.

دغه کلیسا بوسټن کې د چایو ګوند د راغونډېدو ځای هم دی.

Image caption "اولډ ساوت" کلیسا کې یوه بله نسخه هم شته، خو وايي چې د خرڅولو هوډ یې نه لري.

"د خلیج مناجات" له هغو یوولسو پاتې شویو نسخو څخه دی، چې له ټول ټال ۱۷۰۰ چاپ شویو نسخو ساتل شوې او پاتې شوې دي.

"اولډ ساوت" کلیسا کې یوه بله نسخه هم شته، خو وايي چې د خرڅولو هوډ یې نه لري.

پادرۍ (کشیشې) نانسي ټایلر، چې په کلیسا کې د ارزښتمن مرکز څښتنه هم ده، ویلي چې "دا یو حیرانوونکی کتاب دی، دغه کتاب د دغه ولس په تاریخ کې یو تر ټولو اهمیت لرونکی کتاب دی".

د اشعیا توماس کاب خپروونکی او لیکوال وايي چې "د خلیج مناجات کتاب کې ډېرې ټایپي تېروتنې دي. ښکاري چې املايي ایډيټر املايي غلطیو ته پام نه دی کړی".

ورته مطالب