هند: اټومي بټۍ ترڅنگ چاودنې شپږ کسان وژلي

Image caption کندنکلم کې چاودنې شپږ وژلي او درې نور ژوبل کړي

هندي پوليس وايي د هند تمل نادوايالت کې د اټومي بټۍ ترڅنگ يوې چاودنې شپږکسان وژلي دي.

د کندنکلم لانجمنې اټومي بټۍ چې اکټوبر کې يې کارپيل کړ ترڅنگ په تصادفي ډول يوشلخى بم وچاوديد او درې کسان يې ژوبل هم کړل.

دې بټۍ له کلونو احتجاجونو وروسته د اکټوبر پرمياشت د برښنا توليد پيل کړ.

دغه بټۍ د هغو سمندري اوبو په څنډو کې پرته ده چې ٢٠٠٤ کال کې سونامي وځپلې .

خو حکومت وايي د هند- روسېې دغه گډه پروژه چې د هند انرژۍ د اړتياو لپاره ډېره مهمه بلل کېږي او د هند اقتصادي ودې او گټو لپاره ارزښمتنه ده په بشپړډول خوندې ده.

پوليس وايي په دې اړه پلټنه کوي چې آيا د سه شنبې په شپه په ساحلي کلي کې دغه چاودنه د بټۍ پرضد اړوندو احتجاجونو پورې تړلې ده او که.

د اسوشيتېد پريس اژانس وايي "دغه چاودنه په تصادفي ډول په يوه کور کې شوې او شپږ يې وژلي او درې نوريې ژوبل کړي دي."

اژانس ادعا کړې چې له دغه کور څخه د شلخي بمونو د ېوې کارخانې په توگه کاراخيستل کېده.

د ټلويزيون انځورونو ښوولې چې اد ينتاکري کلي کې د چاودنې ترڅنگ لږترلږه درې کورونه نړېدلي دي . دا هغه کلى دى چې د بټۍ په وړاندې ډيرى احتجاجونه ترې همغاړي شوي دي.

د هند د اټومي ادارې چارواکو ويلي دي چې بټۍ خوندې ده او په عادي ډول خپل کارته دوام ورکوي .

دغه بټۍ د هند د نورو هغو بټيو څخه يوه ده چې هند غواړي په کې تر٢٠٣٢ کال پورې ٦٣٠٠٠ ميگاواټه برښنا توليد کړي.

دايمي برښنا

په وروستيو کلونو کې د هند تمل نادو ايالت په بيساري چټکۍ سره صنعتي کېږي.

د ايالت اقتصادي پرمختيا ددې سبب شوى چې فورډ موټرجوړولو کارخانې په څير د سترو نړيوالو کمپنيو پام ځانته راوگرځوي.

خو سترې پانگونې دايمي برښنا ته اړتيا لري هغه څه چې جنوبي ايالتونه يې نه لري.

په داسې حال کې چې ډېرى کليوال کندنکلم کې د اټومي برښنا له توليد سره سخت مخالف دي خو سيمه ييز سوداگر ترې تود هرکلى کوي.

ورته مطالب