بېرلوسکوني د ایټالیا له پارلمانه وشړل شو

بېرلوسکوني
Image caption له دې رسواييو سره سره، په روم کې د بي بي سي د خبريال په وينا، ښاغلى بېرلوسکوني لا هم په انتخاباتي ډگر کې پام وړ پلويان لري.

په ايټاليا کې مشرانو جرگې پخوانى صدراعظم سلېويو بېرلوسکوني په ماليو کې د ټگۍ پرسر، په سملاسي ډول له پارلمان نه وشاړه.

په دې سره ښاغلي بيرلېسکوني پارلماني مصوونيت له لاسه ورکړ او ښايي ونيول شي. د ميلياردونو ډالرو شتمنۍ درلودونکى بيرلېسکوني ٧٧ کاله عمر لري او درې ځله د ايټاليا صدراعظم پاتې شوى دى.

د مشرانو جرگې پرېکړه د هغه د پلوي سناتورانو له اعتراضونو سره مخامخ شوه.

سېلويو بېرلوسکوني مخکې په ماليو کې د ټگۍ پر سر له دولتي دندې څخه منعه شوى و. دى په يوه بله جنايي دوسيه کې هم چې له يوې پېغلوټې سره جنسي رابطه ده، ښکېل دى.

هغه په روم کې خپلو پلويانو ته ټينگار وکړ چې له سياست نه د وتلو هوډ نه لري:

"ښاغلى بېرلوسکني وايي: په دې به نه خواشينې کېږو چې د منځنى ښي لاسي گوند مشر نور د سنا غړيتوب نه لري. نور داسې گوندي مشران هم شته چې د پارلمان غړي نه دي. آن که يو څوک د پارلمان غړى هم نه وي کولى شي د خپلواکۍ لپاره خپلې هلې ځلې اوږدې کړي."

هغه خپلو سيالانو ته هم گوتڅنډنه درلوده:

"سلېويو بېرلوسکوني وايي: زما باور دا نه دى چې هغوى دې په دې کار سره د ولسواکۍ او آزادۍ لپاره سيالي گټلې وي. زه دلته يم. تاسې دلته ياست. او موږ به دلته يو."

سره له دې چې د ايټاليا دا پخوانى صدراعظم له پارلماني مصوونيت نه بې برخې شوى، خو څرنگه چې ډېر سپين ږيرى دى نو ښايي چې يا په کور کې تر نظارت لاندې وساتل شي او يا په عامه ډگر کې په اجباري کارونو وگومارل شي.

دى تېر اکټوبر په څلورکاله بند محکوم شوى و، خو د بښنې د هغه قانون له مخې چې پر ٢٠٠٦ کال راوتلى، د بند دغه موده پخپله يوه کال ته راټيټه شوه.

له دې رسواييو سره سره، په روم کې د بي بي سي د خبريال په وينا، ښاغلى بېرلوسکوني لا هم په انتخاباتي ډگر کې پام وړ پلويان لري.

ورته مطالب