مصر د مرسي ۲۱ پلوې نجونې بندیانې کړي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د مصر یوې محکمې د ولسمشر محمد مرسي ۲۱ ملاتړ کوونکې نجونې په ۱۱ کلونو بند محکومې کړې دي.

مصري چارواکو پر دغو نیول شویو نجونو له ترهګرې ډلې سره د تړاو لرلو تور لګولی دی.

دوی وايي، چې د مرسي پلویو له خوا لارې تړل شوې او د اسکندریې مظاهرو کې یې له زوره کار اخیستی دی.

د محکمې پرېکړې پربنسټ، په نیول شویو نجونو کې اووه یې د مظاهرو د سمبالښت په تور نیول شوې، شپږ د اخوان المسلمین ګوند د ځینو برخو مشرانې دي، چې نورې نجونې یې د محمد مرسي په پلوۍ مظاهرو ته رابللې.

پر ځینو نجونو د بند ۱۵ کلونه سزا خېژول شوې ده.

د مصر رسمي خبري اژانس (الشرق الاوسط) ویلي، د اخوان المسلمین نژدې ۱۷ دیني مشران د دلتا په الغربیه ولایت کې نیول شوي دي.

پر نیولو شویو تور دی، چې ګني "د پولیسو او پوځ پرضد یې له جوماتونو ناوړه ګټه اخیستې ده".

دغه رسنۍ دا هم وايي، چې اته کسان د ۲۰۱۱ کا د مظاهرو په لړ کې د یوه کس د تښتونې او ربړونې په تور محاکمه کېږي.

په نیول شویو کې د اخوان المسلمین ګوند یو مخکنی قاضي محمد الخضیري ، او د ځوانانو د چارو مخکنی وزیر اسامه یاسین هم دي، چې د مرسي د واکمنۍ پرمهال چارواکی و.

همداشان یو خبریال احمد منصور هم شامل دی، چې د قطر الجزیرې تلوېزیون خبریالي یې کوله.

په تېر جولای کې د محمد مرسي تر راپرځولو وروسته، مصری پولیسو د اخوان المسلمین ګوند او د محمد مرسي زرګونه پلویان نیولي دي.

همدارنګه، په تېر اګست کې له امنیتي ځواکونو سره په نښتو او شخړو کې د اخوان المسلمین ګڼ ملاتړي وژل شوي دي.