حسن روحاني
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ولسمشر روحاني په ویډيويي موسیقۍ کې

د ایران ولسمشر حسن روحاني د نوې ورځې په نامه غزلبوله موسیقۍ کې راڅرګند شوی. د تېر اګست پر درېیمه تهران کې د روحاني د ولسمشر کېدو د وینا یوه برخه راخیستل شوې، چې کټ مټ د موسیقۍ غږوونکې ډله یې توري تکراروي.

دغه سندره د روحاني له دغو تورو جوړه شوې چې : " ټولو هغو ایرانیانو ته چې له وطن سره مینه لري، فرصت ورکړې، او ایراني نخبه کسانو ته د خپل هېواد خدمت موقع ورکړئ".

دغه سندره په تور او سپین انځور کې جوړه شوې ده، کټ مټ لکه په ۲۰۰۸ کال چې بارک اوباما د خپل ټاکنیز شعار "هو، موږ کولی شو Yes, we can " لپاره جوړ شوی و، چې دا سندره هم د روحاني تر ولسمشر کېدا ټیک د سل ورځو په تېرېدو راوتلې ده