اوباما په هاليووډ کې: غواړم دلته کاروکړم

د امريکا د متحده ايالاتونو ولسمشر باراک اوباما د نړۍ او امريکا سترفلمي صنعت هاليووډ څخه لېدنه وکړه.

ښاغلى اوباما د هاليووډ هغې سټوډيو ته ورغلى و چې دده د کلک سياسې ملاتړي له لوري چلوول کېږي.

اوباما له هاليووډه د هېواد د اقتصادي ودې د يوه گاډي په توگه ستاينه وکړه او دغه تفريحي صنعت يې د امريکا اقتصاد دروښانه ټکو په توگه وباله.

ولسمشر په هاليووډ کې د "ډريم ورکس اينيميشن گلندايل" په شرکت کې وويل " هاليووډهيواد داقتصادي ماشينونو څخه يودى. تفريحي صنعت د امريکا په سترو صادراتو کې راځي او تاسو هره ورځ داسې يو توکى نړۍ کې پلورئ چې امريکا کې توليد شوى وي."

هغه وويل " که تاسو د ځمکې پر سر هرچېرې سفروکړي نو يو ماشوم به ووينئ چې د مادسکار اينيميشن فلم يو کميس يې پرتن دى. په سلگونه زره خلک کېداى شي هېڅکله هم د امريکا په متحده ايالاتونو کې پښه نه وي اېښې، خو له تاسو مننه چې دوى ته د هغه څه يوه وړه برخه رسوي چې زموږ هېواد ځانگړى کوي "

په همدې حال کې د امريکا ولسمشر پر دې ټينگاروکړ چې هاليووډ بايد د نړۍ په وړاندې په مسووليت سره چلن وکړي.

هغه زياته کړه " کله چې د وسلو د تاوتريخوالى په څېر مسالو خبره ده نو موږ بايد هڅه وکړو چې ستاېنه يې نه کوو ځکه هغه څه چې تاسو يې وړاندې کوئ زموږ د ماشومانو ژوند ته لورى ورکوي. دا ډېره مهمه ده چې خلکو ته څه ورکوو او تاسو په نړۍ کې تربل هرچا په اغيزمن ډول خلکو ته مسالې رسوئ"

خو هغه داهم وويل چې امريکا وينا آزادۍ ته ژمنه ده.

ښاغلي اوباما وويل "باور مو راځي او که نه چې تفريحي صنعت زموږ د ډېپلوماسۍ يوه برخه ده. دا د هغه څه يوه برخه ده چې موږ ځانگړى کوي"

هغه دارنگه د هاليووډ کارکوونکو ته وويل "تاسو د نړۍ کلتورته له لوري ورکولو سره مرسته کړې ده او خلکوته مو د زغم، رنگارنگۍ او نوښتگرۍ روزنه ورکړې ده"

مخکې له دې چې د ځوانو کارکوونکو غونډې ته وينا وکړي ښاغلي اوباما د هاليووډ له مديرانو سره وکتل او جيفري کتيزنبرگ په ملگرتيا يې د "ډريم ورکس اينيميشن د گلندايل" ستډيو بېلابېلې برخې ولېدلې.

ولسمشر ټوکه وکړه او ويې ويل "زه غواړم دلته کاروکړم، خو دلته په سټوډيو کې دومره تياره ده چې ويرېږم دکار پرمهال وېده نه شم"

ښاغلي اوباما د دغې کتنې پرمهال د دوو هنرمندانو د اکټنک ځېنې صحنې وکتلې.

ورته مطالب