د ۱۸ تښتول شويو عراقيانو جسدونه موندل شوي

Image caption په عراق کې په وروستيو مياشتو کې فرقه يي شخړو زور اخيستی دی

عراقي پوليس وايي د هغو ۱۸ کسانو جسدونه له هغه څو ساعته وروسته په پلازمېنه بغداد کې موندل شوي چې له خپلو کورونو تښتول شوي وو.

دوی وايي د دغو کسانو جسدونه چې په سرونو په مرميو ويشتل شوي، د تارميه ښارګوټي سره نژدې موندل شوي دي.

فرانس پرس خبري اژانس د پوليسو سرچينو له قوله ويلي، چې په وژل شويو کې دوه قبايلي مشران، څلور پوليس او يو پوځي افسر وو.

په عراق کې خبريالان وايي چې په دغه هېواد کې د اعدام په څېر وژنو کچه مخ پر لوړېدو ده.

په وروستيو مياشتو کې د فرقه يي شخړو څپې په ټول عراق کې خپرې شوې دي.

ملګري ملتونه وايي په اکتوبر مياشت کې په عراق کې د ۱۵۸ پوليسو او ۱۲۷ پوځي افسرانو په ګډون ټولټال ۹۷۹ کسه وژل شوي دي.

دغه راز له جنورۍ مياشتې راهيسې په ټول عراق کې ۶۵۰۰ ملکيان وژل شوي، چې له ۲۰۰۸ راپديخوا تر ټولو لوړه کچه ده.

ملګرو ملتونو د عراق پر سياسي مشرانو غږ کړی چې د دغو خونړيو بريدونو په پای ته رسولو کې د يو بل لاسنيوی وکړي.

د تاوتريخوالي دغو څپو وروسته له هغه په عراق کې زور واخيست چې حکومتي ځواکونو د ۲۰۱۳ کال په اپريل کې د هغو سني عرب لاريونيانو په کمپ بريد وکړ چې د حکومت پر ضد وو.

دغو لاريونيانو چې لومړی وزير نوري المالکي د سني لږکۍ ټولنې پر هدفي وژنو تورن کړی، د هغه د استعفا غوښتنه کوله.

ورته مطالب