د سوريې کېمياوي وسلې په سمندر کې ويجاړيږي

Image caption ويل کېږي دغه زهرجن مواد چې د سوريې په څو سيمو کې ساتل کېږي ۶۰۰ ټنو ته رسېږي

په سمندر کې د يوې امريکايي بېړۍ دننه د سوريې د کيمايي وسلو د ويجاړولو طرحه په ډاگه شوې ده.

ځينو سرچينو بي بي سي ته ويلي چې په دغه بېړۍ کې به يوه گرځنده فابريکه لگېږي چې د اوبو په کارولو دغه زهرجن مواد تر يوې خوندي کچې پورې رقيق کړي.

د کيميايي وسلو د بندولو ټولنې د ډسمبر ٣١مه له سوريې نه د زهرجنو موادو د ايستلو د وروستۍ نېټې په توگه ټاکلې وه.

تر اوسه د نړۍ هېوادو د دغو موادو له منلو څخه کلکه ډډه کړې ده.

البانيا او يوشمېر نورو هغو هېوادو چې ويل کېدل دا مواد به وروړل کېږي، له دې سره سره چې نړيوالې ټولنې د دغو موادو ويجاړي تر ټولو بيړنۍ امنيتي ستونزه بللې، ټينگار کړى چې منلو ته يې چمتو نه دي.

په سمندر کې به د دغو موادو له ويجاړۍ نه نژدې اووه نيم ميليونه ټنه کثافات جوړېږي چې د نړيوالو کاروپوهانو په وينا به په ٤٠٠٠ کانتينرو کې ساتل کېږي.

مساله يوازې د دغو زهرجنو موادو په منلو کې نه ده، څوک دې ته هم چمتو نه دي چې له سوريې نه يې چې کورنۍ جگړه په کې د درېيم کال لپاره روانه ده، د وتلو څارنه وکړي او يا يې وساتي.

اوس به دا دنده پخپله د سوريې پوځ ته سپارل کېږي.

ويل کېږي دغه زهرجن مواد چې د سوريې په څو سيمو کې ساتل کېږي ۶۰۰ ټنو ته رسېږي.

سملاسي د موادو د ځاى پر ځاى کولو لپاره وسايل د لبنان له لارې سوريې ته استول کېږي او هيله ده چې د سوريې پوځي کتارونه به په څو اوونيو د هغو پر را ايستلو پيل وکړي.

ورته مطالب