زلمیانو کې د اېډز له کبله مړینه ډېره شوې

Image caption په ۲۰۰۵ کال له میندو خپلو تي رودونکو نژدې ۵۴۰ زره کوچنیانو ته ایچ ای وي وایروس لېږدېدلی دی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي، چې د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ د ایچ ای وي وایروس له کبله د نړۍ په ځوانه طبقه د مړینې کچه پنځوس سلنه لوړه شوې ده.

دغه راپور د نومبر پر ۲۹ (د جمعې په ورځ) خپور شوی دی.

راپور وايي، چې دغه راپور ټولې نړۍ ته ګواښونکی دی.

راپور کاږي، په ۲۰۰۵ کال کې ۱۷ زره هغه کسان چې په ایډز ناروغۍ اخته شوي وو او عمرونه یې د ۱۰ او ۱۹ کلونو ترمنځ وو.

خو راپور وايي، چې دا شمېر په ۲۰۱۲ کال ۱۱۰ زرو ته لوړ شوی و.

د راپور چمتو کوونکو ویلي، چې د ټيټ عمر کسانو لپاره په نړۍ کې د لابراتورونو او لازمو مشورو مرکزونه نشته.

یونیسف غوښتنه کړې ده، چې د دغې ناشولته پدیدې د ورکولو لپاره باید د ۲۰۱۴ کال ترپایه د مبارزې لپاره ۵.۵ میلیارد ډالر راغونډ شي.

دوی وايي، چې نژدې دوه میلیونه په ایډز اخته کېدونکي باید له دې ناروغۍ وژغورل شي.

راپور وايي، ګڼو د ټيټ عمر ماشومانو او یا زلمیانو ته په نړۍ کې ایچ ای وي وایروس له خپلو هغو میندو لېږدي، چې په دغه وایروس اخته شوې دي.

په ۲۰۰۵ کال له میندو خپلو تي رودونکو نژدې ۵۴۰ زره کوچنیانو ته ایچ ای وي وایروس لېږدېدلی دی.

خو راپور وايي، چې د میندوارو ښځو لپاره د دوی وقایوي پروګرام وکړای شو، چې په ۲۰۱۲ کال کې ۲۶۰ زره ماشومان له دې وایروسه وژغورل شي.

ورته مطالب