د سکاټلنډ پر یوه رستورانت چورلکه لوېدلې

Image caption پېښه کې د ګڼو کسانو د ژوبلېدو خبر ورکړل شوی.

د سکاټلنډ ګلاسکو ښار پر یوه خوړنځي یوه چورلکه رالوېدلې، چې د چارواکو په وینا شاید ځینې کسان یې وژلي او ټپیان کړي وي.

چورلکه د پولیسو وه.

برتانوي سیاستوالو دا یوه ډېره ناوړه پېښه بللې ده.

د سکاټلنډ حکومت سیمې ته ځانګړي ځواکونه استولي دي.

کلوتا رستورانت په سټوکویل کې د اوبو پرڅنډه جوړ شوی.

د نړیوالې پراختیا د چارو برتانوي وزیر بي بي سي ته ویلي، چې شاید پېښه کې ځینې کسان وژل شوي هم وي.

دی وايي چې له هغې سیمې یې ګڼ کسان د راوتلو په حال کې لیدلي، چې الوتکه پرې راغورځېدلې ده.

تلویزیونونو هم د پېښې د ځای انځورونه خپاره کړي، چې ښکاري پر الوتکې د پولیسو ژیړ نښان هم شته.

"زوروره چاودنه"

د فریزر جیبسن په نامه یوه عیني شاهد ویلي، چې د پېښې پرمهال په رستورانت کې و، چې د الوتکې له لوېدو سره د لویې چاودنې غږ واورېدل شو.

دی زیاتوي چې ''د پېښې پرمهال به دغه ځای کې تقریباً ۱۲۰ کسان وو. ډېر خلک ژر له هوټله ووتل خو هغه کسان چې ایسا پاتې وو، شمېر یې نه دی راته معلوم''.

د سکاټلنډ د وزیرانو مشر الکیس ساموند ویلي، د پېښې څرنګوالي ته په کتو سره شاید ځینې خلک وژل شوي هم وي.