د نېلسن منډېلا لاسته راوړنې

د جنوبې افريقا ډېره برخه غربت او بې وزلۍ تباه کړې وه، د هېواد په ډېره برخه کې د ايدز ناروغۍ وزر غوړولى وه خو د نېلسن منډېلا او د هغه په څېر د ځينو نورو څېرو د هلو ځلو په پايله کې د هغه هېواد د عادي تور پوستو په ژوند او حقونو کې يو تل پاتى بدلون رامنځ ته شو.

د بي بي سي خبريال مايک ولدريج (Mike Wooldridge) په خپل دغه رپورت کې د نېلسن منډېلا لاس ته راوړونو ته ځغلنده کتنه کړې.

زموږ خبريال وايي يو وخت له منډېلا نه وغوښتل شول چې هیله يې څه ده چې وروسته له مرګ نه په څه نوم ياد شي، ځواب يې ورته دا وه:

"زه غواړم خلک ووايي په دغه ځاى کې هغه څوک ښخ دى چې د ځمکې پر مخ يې خپله دنده تر سره کړې ده."

په ګرانه به يو څوګ پيدا شي چې ووايي نېلسن منډېلا د اپارتايد يا نژادي تبعيض د له منځه وړلو او د دېموکراسۍ په رامنځ ته کولو کې لږ کار کړى.

د نېلسن منډېلا په کړنو کې هم اهنګي او لوړ والى موجود و.

هېلن سوسمن چې يو وخت د کلونو کلونو لپاره د جنوبي افريقا په پارلمان کې د مخالفينو يوازينۍ غږ وه، منډېلا سره يې په زندان کې له ليدو وروسته د هغه په اړه وويل:

"له هغه لومړۍ شېبې نه چې ما ته يې د زندان د ميلو له شاه لاس راکړ او راته يې وويل په ليدو دى خوښ شوم ما هم ورته وويل چې زه دې هم په ليدو خوښه شوم ، ما ته دا احساس پيدا شو چې هغه څوک چې يوې موافقې ته د رسېدو لپاره مهم او کليدي شخصيت دى هغه نېلسن مانېلا دى چې اوس د دغو ميلو تر شا پروت دى او د اکثريت تورپوستو نه نماينده ګي کوي."

وړاندې تر هغه چې ښاغلى منډېلا د بند د ميلو تر شا واچول شي، ده دې ته ورته اغېز په نورو هم درلود.

د جنوبي افريقا د کمونيست مشر جو سلوو لور ليکواله ګېلېنا سلوو وايي منډېلا يې کور ته ورغلی و چې ور سره وګوري.

"د ANC ډېر زيات مشران شته او بيا په خاصه توګه د منډېلا د هم عصره، خو زه فکر کوم چې منډېلا په دې وتوانېد چې د تېر په مخ دروازه وتړي او پر راتلونکي، پرته له کېني او عداوته توجه وکړي چې دا هم د نړۍ او هم په خپله د جنوبي افريقا لپاره مهم او په زړه پوری دی."

اپارتايد په جنوبي افریقا باندې کلکې منګولې خښې کړې وې، ښاغلى منډېلا د هغې پرېکړې له طراحانو يو و چې حکومت د زور او تشنج له لارې ونیسي.

په پوځي څانګه کې د نوموړي يو قومندان دېنس ګولدبرګ ويلي دا يو ستر بدلون و، خو له دې سره بيا هم منډېلا په دې باور و چې سياسي ىدلون به رامنځ ته کړي او هغه به د روغې جوړې له لارې بدلون ته لاره هواره کړي.

"په ١٩٦١ کال کې کله چې دى زموږ د وسله والې جګړې لپاره د مشر قومندان په توګه اعلان شو، ده وويل کله هم چې اپارتايد مشران روغې جوړې ته تيار شول، دى به ورسره خبرو ته کښېني . ۳۰ کاله پرې تېر شول خو کله چې د روغې جوړې لپاره شرایط برابر شول، د روغې جوړې له لارې يې مسله حل کړه."

نېلسن منډېلا هر وخت دا خبره کوله چې د هغو ټولنو تر منځ چې اپارتايد بد سره وېشلې دي بايد روغه جوړه وشې.

"يوه سياسي حل يا سياسي روغې جوړې ته د رسېدو اساس او غوره دا ده چې تېر په هېر حساب شي. که نه بيا د روغې جوړې په اړه فکر نه کېږي، ځکه که خپل پخواني مخالف سره څوک خبرو ته کښېني نو بيا په شرطونو او غوښتنو ټينګار کېږي. ته په خپلو او هغه هم په خپلو غوښتنو ټينګار کوي"

البته د نېلسن منډېلا تر مشرتوب لاندې جنوبي افريقا يوه بې عيبه ټولنه نه وه، خو لږ تر لږه د ده مشر تابه لاندې د جنوبي افريقا د تور پوستو چې د هغه هېواد اکثريت جوړوي، له اقتصادي پلوه يې په ژوند کې بهبود راغى او همدا راز هغه واټن يې هم راکم کړ چې د ثروت له پلوه د تور پوستو او سپين پوستو لږکیو تر منځ موجود و.

د منډېلا ځاى ناستى تابو ام بکي وايي د منډېلا نفوذ او اغېز و چې وضع له کنټرول نه و نه وتله:

"دى له يوې داسې وضع او حالت نه پورته شوى و چې ټولو ورته د بحران حالت وايه. فکر کېده چې تور پوستي او سپين پوستي به يو بل وژني او کله به هم دوى په سوله کې سره ژوند و نه کړي، خو دا کار و نه شو او ده په عمل کې وښوده چې داسې به نه کېږي."

کله چې منډېلا په زندان کې و پادري دېزمن توتو په زياترو محاذونو کې د حکو مت مخالفو پاڅونونو او عملياتو مشري کوله، تر هغه چې اپارتايد په ګونډو شو خو دېزمن توتو چلند له منډېلا نه يو څه توپير درلود. دى د زور زياتي او تشنج مخالف و خو ده ته هغه وضع هم ښه معلومه وه چې له کبله يې منډېلا او نور د بند ميلو شا ته لوېدلي وو.

"حقيقت دا دى، له ټو لو کړاونو سره سره ده، د غچ اخیستو او مخالفت لاره خپله نه کړه، نو له دې داسې جوتېږي چې د دې امکان شته دښمنان په دوستانو او ملګرو بدل شي، روغه جوړه وکړي او يو بل وبخښي."

د نېلسن منډېلا د محاکمې په مهال وکيل جورج بيزوس د هغه د دفاعي ډلې له غړو نه و چې په پايله کې منډېلا په ٢٧ کلونو بند محکوم شو.

ده نېلسن منډېلا او کورنۍ ته يې له هغه وخت نه ډېر نژدې پاتې شوى. دى وايي يو حکومت چې فکر کاوه کله به هم خراب نشي په پاى کې دې ته اړ شو چې په منډېلا باور ورکړي او دا چې ولې په خپله به یې له جورج بيزوس واور:

"ده ښي اړخه سپين پوستي د هغې ادعا په منلو قانع کړل چې د هېواد په اړه يې لرله. همدا راز ده د زولو قبيلې رضايت هم حاصل کړ چې تقريبا د هېواد د ټوټه کېدو هڅه يې کوله. ده سپين پوستي اکثريت په دې قانع کړل چې د هېواد له اکثريت وګړو سره په يوه لار روان شي، د دې کار عمده دليل دا وو چې ده په دېموکراسۍ باور درلود. ده د زور په کارونه هم باور درلود خو نه د يوه دېکتاتور په توګه."

ورته مطالب