د منډېلا د زندان ژوند

د نېلسن منډېلا د پياوړي شهرت ډېره برخه په حيرانۍ هغه مهال جوړه شوې، چې د نژدې دريو لسيزو اوږدو کې يې د خيانت په تور په زندان کې عمري بند تېراوه.

د ده د بند په موده کې نړيوالو ته د دې اجازه نه وه، چې د نړۍ تر ټولو مشهور زندان انځورونه واخلي، ځکه چې د جنوبي افريقا حکومت پرې بنديز لګولی و.

خو د هغه مهال واکمن نظام د ځپنې دې تګلارې سره، کله چې منډېلا درې لسيزې وروسته له زندانه ووت د زغم تګلاره يې خپله کړه، او د راتلونکي جوړونې په موخه يې د تېر په هېر غږ کاوه.

نېسلن منډېلا په ۱۹۶۴ کال په عمري بند محکوم شو، او ورسره د ورپسې دوو لسيزه لپاره کېپ ټاون ته نژدې روبن ايلنډ ته بوتلل شو.

له ده سره يې وفادار ملګري لکه والټر سيسولو، احمد کاتراډا او ګوام مبېکي هم په ورته برخليک کې ملګري او شريک وو.

د (بي سېکشن) په نامه بنديان چې د سياسي فعاليت له امله بند کې اچول شوي وو، شاقه او سخت کار هم پرې کېده.

دوی په ۱۹۶۵ کال کې په دغه ټاپو کې د ډبرو توږنې کار پيل کړ، دا يوه داسې سزا وه چې په وروستي ژوند کې يې د منډېلا د سترګو پر ليد اغېز وکړ. منډېلا له بي بي سي سره خبرو کې د زندان خپلو لومړيو کلونو يادونه کوله:

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"زموږ لومړي کلونه په ريښتيا هم ډېر سخت وو. خو موږ د نظام چې پر وړاندې مو يې مبارزه کوله او افرادو ترمنځ چې تګلاره يې پلې کوله، توپير کښلی و. ځکه چې ښه خلک هم وو، او بد هم. ښو خلکو هڅه کوله چې زموږ لپاره چارې اسانه کړي."

خو دا تر ډېره د منډېلا د دې ټينګار له امله وه چې د ژوند او کار شرايط ښه شول، چې ده په کې د درناوي چلن غوښتنه کوله.

د ۱۹۶۸ کال په رسېدو بنديانو ته ان لا د دې اجازه هم وه، چې د لوست ټاکليو توکيو ترلاسه کولو لپاره ګډون وکړي، او بيا داسې يو چاپېريال وغوړېد چې د روبن ايلنډ په کې د پوهنتون په نامه پېژندل کېده.

بنديانو ته د دې اجازه هم ورکول کېده چې د پوهنتون زده کړه وکړي، پراخ لوست وکړي او ان د ډرامو جوړولو کې برخه واخلي.

منډېلا په ۱۹۶۹ کال کې يو جدي ګوزار سره مخامخ شو، کله يې چې مشر زوی (تېمبېکيلي) د موټر ټکر پېښه کې ووژل شو، او منډېلا ته اجازه ورنه کړل شوه، چې جنازې ته يې ورشي. د ۱۹۷۵ کال جولای کې يې په زندان کې د خپل ژوندليک په ليکنه پيل وکړ، چې يو کال وروسته يې بشپړ کړ، او بيا يې د يو ملګري بندي له لوري په پټه له زندان وايست.

منډېلا په ۱۹۷۶ کال کې چې د سووېټو پاڅون کال و، د جنوبي افريقا له عدليې وزير سره په ليدو کتو پيل وکړ، چې په کې يې د مشروطې خوشي کونې وړانديز يې ورته وکړ.

که څه هم منډېلا دغه وړانديز رد کړ، خو کتنو يې په ۱۹۸۰ مو کلونو کې دوام وکړ. دغه موده کې منډېلا د پرېټوريا يو زندان ته ولېږدول شو.

په دې وخت کې خبره د هغه مهال ولسمشر (پي ډبليو بوتا) له خوا وړانديز ته ورسېده چې په ۱۹۸۵ کال کې يې ورته وويل په دې شرط چې که يې د هر او ټولو ډولونو سياسي فعاليتونو لاس واخيست خوشي به يې کړي. دغه وړانديز ته د منډېلا ځواب په سووېټو کې په يوه لېکلې اعلاميه کې راغی چې د ده لور زېنزي لوستله:

" د جمعې پر ورځ زما مور او زموږ قانوني وکيل زما پلار سره په پالزمور زندان کې وکتل، چې د مشروطه خوشي کولو په اړه د ده ځواب ترلاسه کړي. زما پلار وايي په داسې وخت کې چې دی او تاسې ولس ازاد نه يوو، داسې نه شي کولی او نه به يې وکړي، زما او ستاسې ازادي نه شي سره بېلېدی."

منډېلا په زندان کې پاتې شو، او بيا د ۱۹۸۹ کال و چې ولسمشر بوتا په کې د زړه حملې له امله واک پرېښود، او سمون پالی (اېف ډبليو ډي کلېرک) ولسمشر شو، او ورسره يې دا اعلان هم وکړ:

"د بندي کولو زمانه تېره ده. غواړم روښانه يې ووايم چې حکومت کلکه پرېکړه کړې چې ښاغلی منډېلا له شرط پررته خوشي کړي. زه له ځنډ پرته د دې مسئلې پای ته رسولو په اړه جدی يم."

له دې سره د جنوبي افريقا تاريخ کې د بدلون پاڼه واوښته، او منډېلا چې ۲۷ کاله يې زندان کې تېر کړي وو، له خوشي کېدو څلور کاله وروسته د خلکو په رايو ولسمشر وټاکل شو.

يو له هغو ځانګړتياوو چې د نېلسن منډېلا په اړه يې پراخې ستاينې جلب کړې، د ده زغم او د اپارټايډ يا توکم پالنې واکمنۍ نظام پخوانيو چارواکيو پر وړاندې د کرکې نه لرلو دريځ و. ښاغلي منډېلا له بي بي سي سره يوه مرکه کې څرګنده کړه چې څنګه د داسې ځانګړتيا په لرنې توانېدلی و:

"که دوی ونه بښو، نو د کرکې او غچ احساس به پاتې وي. موږ وايوو، راځئ تېر هېر کړو، راځئ ځانونه له اوس او راتلونکي سره وتړو، خو دا چې ووايو د تېر وخت وحشي کړه بايد هېڅکله تکرار نه شي."

نېلسن منډېلا لومړی په خپلې مبارزې او بيا په همدې ځانګړتيا نړۍ لروبر د بشريت بېلګې وياړ ګټلی او د خپل هېواد تاريخ کې يې د ولس جوړونې څېرې وياړ ګټلی و.

ورته مطالب