د پاکستان نوی پوځي مشر او پر وړاندې یې ننګونې

Image caption د پاکستان حکومت او پو ځ دغو دواړو موضوعاتو ته په جدي نظر ګوري ، خو پوښتنه دا ده چې ایا د پاکستان پوځ به د افغانستان په اړه خپله پخوانۍ تګلاره بدل کړي؟

جنرال راحیل شریف د پاکستان د پوځ مشري په داسې وخت کې پر غاړه اخستې ده، چې په هېواد کې د ننه د ترهګرۍ پرخلاف جګړه وروستي حد ته رسېدلې او په هېواد کې فکري او د نظرونو وېش نور هم په ډاګه شوی دی.

پاکستان له څو کالو راهسې په کور د ننه په جګړه اخته دی، چې په کې پر ولسي خلکو سربېره، پوځ ته هم سخت تلفات اوښتي دي.

د یوې شمېرې له مخې، په تېرو لسو کلونو کې تر لس زرو زیات پاکستاني عسکر له طالبانو سره په روانه جګړه کې وژل شوي.

دا ځل د پاکستان د پوځ مشري د یوه داسې جنرال پر غاړه شوې چې کورنۍجګړې یا د ټيټې کچې جنګ د مخنیوي ماهر بلل کېږي.

جنرال راحیل د پاکستاني پوځ پنځلسم لوی دستیز دی. نوموړی په ۱۹۵۶ کال په کوټه کی زېږدلی دی.

د ده د کورنۍ شالید هم پوځي دی. مشر ورور یې میجر (تورنجنرال) شبیر شریف ته د پاکستاني حکومت له خوا ستر پوځي میډال (نشان حیدر) وکړ شوی و، هغه په ۱۹۷۱ د پاکستان او هند ترمنځ جګړه کې مهم هم رول ادا کړی دی.

دی له تېرو څو کالو راهیسې د پاکستان د پوځ په مرکز جي ایچ کیو کې د پوځ د عصري روزنې د ادارې مشر و او په دې برخه یې کې یې اوچت بریالیتوبونه لرلي.

سیاسي او پوځي کارپو ه اصف فاروقي وایي، کله چې جنرال راحیل د پوځ د روزنیزې اکا‎ډيمۍ مشر و، د پوځ په روزنه کې یې ډېر زیات بدلونونه راوستل، په ځانګرې توګه د پاکستان د پوځ لپاره په جوړ شوي نصاب کې یې ډېر تغیرات راوستل او نصاب یې له نوو عصري غوښتنو سره همغږی کړ.

د جنرال راحیل له خوا په ملک کې د ننه د جګړو د مخنیوي او د سولې لپاره د جوړو شویو کتابچو په وجه هغه په پوځ کې نور هم زیات شهرت پیدا کړ، هغوی په دې برخه کې ګڼې مقالې هم لیکلې دي، چې مقالې یې د پاکستاني پوځ د نصاب برخه دي.

د اصف فاروقي، په وینا د جنرال راحیل ملګري چېرې هم دا نه مني چی نوموړی ناتجربه کاره افسر دی، خو ځینې پوځي افسران دا مني چې له هغه نور هم قابل او پوه پوځي افسران وو، خو ده ته یې پر هغو ی ترجیح ورکړې ده.

پوځي سرچینې وايي، کله چې جنرال راحیل د ګوجرنوالا کور کمانډر وو، ډېر پام یېد پوځ په عصري روزنې تېر کړ.

داسې وویل کیږي چې هلته یې داسې جنګي تمرینونه دود کړل چې مقصد یې د داخلي جنګونو مخنیوی و.

اوس چې پاکستان په کور کې د ننه په یو خطرناک جنګ اخته دی، له دې کړکېچنو حالاتو د هېواد خلاصون د نوي لوی درستیز لپاره لویه ننګونه ده.

لویه موضوع

سیاسي کارپوه الیاس خان وایي، د جنرال راحیل مخته تر ټولو لویه موضوع د ترهګرۍ ضد مبارزه ده، ځکه چې د پاکستان پوځ د ترهګرۍ پر خلاف جګړه کې خپل جنګ بولي او پوځ دا موضوع په هرصورت حل کول غواړي. اوس وخت راغلی چې پوځ قاطع فیصلې وکړي.

Image caption جنرال راحیل د پاکستاني پوځ پنځلسم لوی دستیز دی. نوموړی په ۱۹۵۶ کال په کوټه کی زېږدلی دی.

د ده په وینا، پاکستان کې ګڼ خلک باور لري چې په ملکي کچه د فیصله سازۍ مرکز پوځي اداره ده، په ځانګړې توګه بهرنۍ او کورنۍ تګلاره د پوځ له خوا کنټرولېږي، نو د ده لپاره یوه بله مهمه موضوع دا هم ده چې د پوځ او حکومت ترمنځ د باور ریښه نوره هم پیاوړې کړي.

په ځانګړي ډول له هند سره اړیکي چې اوسنی پاکستاني حکومت ورته ډېره لېوالتیا ښودلی ده، ددې ترڅنګ ځینې پوځي کړۍ دا شک هم کوي چې د جنرال راحیل لپاره یوه بله لویه ازموینه له افغانستانه د امریکایي عسکرو وتل او له افغان حکومت سره د امریکا امنیتي تړون هم دی.

د پاکستان حکومت او پو ځ دغو دواړو موضوعاتو ته په جدي نظر ګوري ، خو پوښتنه دا ده چې ایا د پاکستان پوځ به د افغانستان په اړه خپله پخوانۍ تګلاره بدل کړي؟

ځینې دفاعي کارپوهان پر دې باور دي چې د سیمې حالات نور هم هغسې نه دي، لکه پخوا چې وو او د پاکستان واکمنې ادارې به نور دې ته اړ کیږي چې خپل دریځ روښانه کړي او په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره ریښتینی رول ولوبوي.

ورته مطالب