'په وینه کې پانګونه'، هلمند کې د برتانوي جګړې په اړه کتاب

په وینه کې پانګونه
Image caption د کتاب لیکوال پوښتي، چې ایا پر عقلي اټکل ولاړې جګړې هومره ارزښت لري، چې دومره ډېره پانګونه دې پرې وشي؟

لومړی پر دې پوهېدل مهم دي، چې د دغه کتاب لکیوال یو داسې خبریال نه دی، چې د کتاب له خپراوي یې هدف د ځان شهرت وي، بلکې د برتانیا محکمو کې یو وکیل دی، چې پر افغانستان سربېره، بلقان او عراق کې یې د برتانوي ځواکونو د ماموریت پرمهال کار کړی دی.

د جګړو په اړه مشهوره او سمه وینا دا ده چې حقیقت په کې "لومړنۍ قرباني ده "، خو لیکوال لوستونکي ته پر افغانستان د برتانوي برید او جګړې لګښتونه وریادوي.

په حقیقت کې دغه کتاب تر ډېره بریده د یوه بل مخکني چاپ شوي کتاب ورته بېلګه ده، چې پر عراق د امریکايي یرغل ریښتوني لګښتونه په کې راخیستل شوي دي.

لیکوال دلته هڅه کوي، چې په اسنادو کې د جګړې د لګښت حقیقي شمېرې وښيي، خو نورو جزییاتو ته نه دی تللی. پر دې سربېره، یې د جګړې نور ځاني تلفات هم نه دي راخیستي.

دی وايي، چې د معنوي جګړې مخ پر ځوړ حالت یې هم نه دی لیکلی، لکه د برتانیا رسنیو کې چې د افغانستان د جګړې په اړه " ناسم معلومات".

د کتاب لیکوال افغانستان کې د جګړې د هدف او ګټو په اړه هم ویلي چې دا جګړه د واشنګټن د واکمنو له لوري د مادي ګټو پربنسټ پیل شوې ده، چې هدف یې د اسیا له مرکزي سیمو د تېلو د هغو غځول شویو نل لیکو واک ترلاسه کول دي، چې د ختیځ تر سپین سمندر څنډو پورې غځېدلې دي.

دی وايي، که څه هم ناټو په دې جګړه کې ورسره ملګرې ده، او له ختیځه له چین د افریقا تر لوېديځو برخو پورې ټولې شخړې د مادي ګټو پربنسټ ولاړې دي، خو د ترهګرۍ ضد جګړه کې شعار د دیموکراسۍ غښتلي کول ښوول شوي.

لیکوال پخپل کتاب کې له ځینو برتانوي پوځي افسرانو او ملګرو هم همکاري غوښتې ده، په تېره بیا هغه پوځيان چې افغانستان کې یې پوځي دنده مخته وړې ده، چې په وینا یې " زما په ګومان موږ هلته ډېر بې ګناه خلک وژلي دي".

د کتاب دویمه برخه د برتانیا د مالیو ورکولو پربنسټ د جګړې حقیقتي مادي لګښت ته ځانګړې شوې ده، خو درېیمه او وروستۍ برخه یې بیا افغانستان کې د برتانیا پوځي هڅو او د هڅو په لړ کې قربانیو ته ځانګړې شوې ده.

د کتاب لیکوال پوښتي، چې ایا پر عقلي اټکل ولاړې جګړې هومره ارزښت لري، چې دومره ډېره پانګونه دې پرې وشي؟

Image caption لیکوال ټینګار کوي، چې دغه ولایت پر افغانستان د امریکايي یرغل له ورځې مخکې له امنه ډک ولایت و، ځکه چې ډېر هلته ډېر طالبان نه وو.

لیکوال ځینو نورو مسائلو ته هم اشاره کړې، خو تفصیل یې نه دی ورکړی، لکه پوځ کې د جنګېدونکو پوځيانو معلولیت او یا هم د ناقانونه کړنوله کبله د دندو له لاسه ورکول، او یا دا چې په جګړه کې جنګېدليو پوځيانو ته دماغي ناروغۍ پیدا شوې او ان ځینو یې ځانوژنې ته هم مخه کړې ده.

پایله

لیکوال وايي، هلمند ته د برتانوي ځواکونو د ورتګ هدف د امنیت راوستل و، همدا وو چې په وینا یې د دغه ولایت په څوارلسو ولسوالیو کې نسبي امن راغی، خو هدف دا و چې دغه ولسوالۍ د طالبانو له جنګیالیو پاکې شي.

لیکوال ټینګار کوي، چې دغه ولایت پر افغانستان د امریکايي یرغل له ورځې مخکې له امنه ډک ولایت و، ځکه چې ډېر هلته ډېر طالبان نه وو.

خو هلمند کې د برتانوي ځواکونو له تګ درې کاله وروسته، دغه سیمه په ګرده نړۍ کې د جګړو تر ټولو وحشي سیمه وګرځېده، او برتانوي ځواکونه په یوازې سر هلته د امریکايي ځواکونو له همکارۍ پرته ان د درو ولسوالیو امنیت هم ټينګ نه شوای کړای.

لیکوال پخپل کتاب کې له برتانوي پوځي حضور مخکې د هلمند ولایت وضعیت هم ارزولی، چې په وینا یې دغه ولایت افغانستان کې د ټول ټال نشه يي توکو تر ٪۴۰ سلنې کمه برخه تولیدوله، خو اوس دغه ولایت د هېواد په کچه نژدې نیمايي نشه يي توکي تولیدوي.

خو د جګړې د مالي لګښت په اړه لیکوال دغه شمېرې ورکړې دي:

  • پوځي لګښتونه: ۳۱.۱ میلیارد پاونډه.
  • د مخکنیو جنګیالیو راتلونکي لګښتونه: ۳.۸ میلیارد پاونډه.
  • د ملکي پراختیا لګښتونه: ۲.۱ میلیارد پاونډه.

په دې سره، برتانیا هلمند کې پر جګړې لږترلږه ۳۷ میلیارد پاونډه لګولي دي.

همداشان، برتانیا په کال کې یو میلیارد پاونډه نور هم لګولي، چې د ۲۰۲۰ کال تر راتګ پورې به یې افغانستان کې د جګړې ټول ټال لګښتونه تر ۴۰ میلیارد پاونډو پورې ورسېږي، په دې معنا چې د برتانیا هر وګړي به ۶۵۰ پاونډه لګولي وو، یا دا چې هرې کورنۍ زر پاونډه ورکړي.

لیکوال وايي، که چېرې برتانیا دغه لګښتونه پر مصنوعي سپوږمکیو کړي وای، څو ځلې به سپوږمۍ ته ختلي وای، او یا د څلوېښتو کلونو لپاره به یې د زرو لومړنیو ښوونځیو لګښتونه پرې کړي وای، یا دا چې د برتانیا د هر پوهنتوني محصل لس کاله لګښت به یې ورکړی وای.

د جګړې ځاني تلفات:

  • ۴۴۰ وژل شوي.
  • تر ۲۶۰۰ ډېر ټپیان او ژوبل شوي.
  • د دماغي ناروغانو شمېر نه دی معلوم، خو شاید پنځه زره پوځيان پرې اخته شوي وي.

هلمند کې د افغانانو وژنه

  • ۵۴۲ کسان د برتانویانو یا ناټو ځواکونو په لاس وژل شوي.
  • نامعلوم ټپیان او ژوبل شوي، بې شمېره.
  • له هلمنده کابل ته کډوال: شل زره کسان.

ورته مطالب