م. م: بشار الاسد په جنګي جرمونو کې ښکېل دی

Image caption د ملګرو ملتو د اټکل له مخې د سوريې په جګړه کې له ۱۰۰،۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي او ميليونونه نور کډوالۍ ته اړ شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان وايي يوې پلټنې داسې شواهد رادبره کړي، چې د سوريې په جنګي جرمونو کې د ولسمشر بشار الاسد په ګډون د ''لوړې کچې'' چارواکي ښکېل دي.

دا لومړی ځل دی چې د ملګرو ملتو د بشري حقونو سازمان ولسمشر اسد مخامخ په جنګي جرمونو کې ښکېلوي.

د دغه سازمان کمشنرې ناوې پيلای وويل دفتر يې د شواهد داسې لست تر ګوتو کړی، چې نور چارواکي هم په پلټنه کې ښکېل بلل شوي دي.

د ملګرو ملتو د اټکل له مخې د سوريې په جګړه کې له ۱۰۰،۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي او ميليونونه نور کډوالۍ ته اړ شوي دي.

ناوې پيلای وايي: ''سوريې ته د ملګرو ملتو استول شوي ماموريت د جدي جرمونو، جنګي جرمونو او د بشريت ضد جرمونو په تړاو 'پراخ شواهد' برابر کړي دي''.

اکثریت جرمونه

په دغه پلټنه کې داسې شواهد هم ښوول شوي، چې په سوريه کې ياغي ډلې په بشري ضد کړنو ملامتې پېژندل شوې دي.

مخکنيو پلټنو تل ښوولې چې د سوريې حکومت د اکثريت جرمونو مسوول دی او په سيستماتيک ډول ځورونه د حکومت پاليسي ده.

د سوريې د بهرنيو چارو مرستيال وزير فيصل مقداد د اغلې پيلای د څرګندونو په اړه بې پروایي ښوولې ده.

Image caption دا لومړی ځل دی، چې ناوي پیلای بشارالاسد په جنګي جرمونو کې ښکېل بولي.

ښاغلي مقداد اسوشيېټېډ پرس خبرې اژانس ته ويلي، چې: ''ناوې پيلای له ډېره وخته راهيسې بېځايه خبرې کوي او موږ د هغې خبرو ته غوږ نه ږدو''.

ښاغلی مقداد په هاګ کې د کيمياوي وسلو د مخنيوي سازمان په يوه غونډه کې ګډون لري، چې د سوريې د کيمياوي وسلو د له منځه وړلو پر سر په کې بحثونه کېږي.

ده بي بي سي ته وويل چې سوريه له نړيوالې ټولنې زياتو پيسو او وسايلو ته اړتيا لري.

ده وويل سوريه د لاذاقيې بندر ته د کيمياوي وسلو د رسولو په موخه د مخالفينو له بريدونو د خونديتوب لپاره لارۍ موټرو او زغره والو ګاډو ته اړتيا لري.

د سوريې کېمياوي وسلې د امريکا يوې بېړۍ ته د ويجاوړلو لپاره لېږدول کېږي.

ورته مطالب