واشنګټن د چين د دفاعي زون په اړه 'اندېښمن' دی

Image caption پر دغو ټاپوګانو چين، جاپان او جنوبي کوريا دعوا لري

د امريکا مرستيال ولسمشر جوبايډن ختيځې اسيا ته د خپل سفر په پيل کې وويل چې امريکا د چين له لوري د نوې دفاعي سيمې د اعلان په اړه ''ژوره اندېښنه'' لري.

د جاپان اساهي ورځپاڼې ته په يوه ليکلي ځواب کې ښاغلي بايډن ويلي، امريکا او جاپان به په ګډه د کړکيچ د راکمولو لپاره لارې چارې وسنجوي.

ښاغلی بايډن تېره ورځ د جاپان پلازمېنې توکيو ته ورسېد او په خپل شپږ ورځني سفر کې به بيجنګ او سيول ته هم سفرونه وکړي.

د دفاعي زون موضوع به د دې اوونۍ خبرو د سر سر موضوع وي.

د بي بي سي يو خبريال وايي، ښاغلی بايدن به په دغه يوه اوونۍ کې هڅه وکړي چې بيجنګ او توکيو يو د بل پر ضد له څرګندونو راوګرځوي.

دی وايي ښاغلی بايډن به هڅه وکړي، چې دواړه لوري دغه جنجال د خبرو له لارې هوار کړي.

امريکا او جاپان دواړو د چين له لوري د دفاعي زون پر جوړولو، چې په ځينو ټاپوګانو يې جاپان کنټرول لري، کلکه نيوکه کړې ده.

دغلته په يوه نيمه ډوب شوي ستر کمر جنوبي کوريا هم دعوا لري.

چين ويلي هغه الوتکې چې پر دغه سيمه تېريږي، بايد د چين د فضا ټول اصول او مقررات مراعات کړي، که نه له بيړني دفاعي چلند سره به مخامخې شي.

د امريکا، جاپان او جنوبي کوريا پوځي الوتکو ټولو دغه اصول نه دي مراعت کړي او د جاپان تجارتي الوتکو هم د حکومت له غوښتنې سره موافقه کړې چې دغه اصول به نه مني.

د جمعې په ورځ چین دغې سيمې ته جېټ جنګي الوتکې د امريکايي او جاپاني الوتکو د څارنې لپاره واستولې.

پرون (دوشنبه، ۲ ډسمبر) ناوخته ښاغلي بايډن جاپان ته د امريکا له نوي ټاکل شوي استازي کارولېن کېنېډي سره وکتل.

او ټاکل شوې نن ناوخته به ښاغلی بايډن د جاپان له لومړي وزير شېنزو ابې سره وګوري.

ورته مطالب