د مرکزي افريقا تاوتريخوالی: په بانګي کې لسګونه وژل شوي، او م م د فرانسوي ځواکونو په اړه رايه ورکړې

Image caption د مرکزي افريقا جمهوريت تاويرخوالي پېښو له توکميزو کرښو سره د ډله ييزو وژنو وېره راپورته کړې

د ملګريو ملتونو چارواکي وايي د مرکزي افريقا جمهوريت پلازمېنې بانګي کې د پنجشنبې پر ورځ (د دسمبر پر ۵ مه) د سختې جګړې پر مهال څه د پاسه ۱۰۰ کسان وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې پر ښار فرانسوا بوزيزې ته د وفاداره ملېشو له خوا بريد شوی، چې په تېر مارچ کې د ولسمشر په توګه د ياغيانو په لاس وپرځول شو، او ورسره دغه هېواد په ګډوډۍ کې ورښويېد.

د ملګريو ملتونو امنيت شورا اوس د فرانسوي ځواکونو لپاره رايه ورکړې چې د مرکزي افريقا جمهوريت کې له سوله ساتي ځواک سره يو ځای شي.

د تاوتريخوالي دغو پېښو له توکميز بېلتون سره په تړاو د ډله ييزو وژنو وېره راپورته کړې دي.

د فرانسې د بهرنيو چارو وزير لوران فابيوس ويلي د هېواد ټولټال سرتېريو شمېر به يې شاوخوا ۱۲۰۰ ته ورسېږي، چې ۶۰۰ يې له وړاندې هلته ځای پر ځای شوي دي.

شاوخوا ۲۵۰ فرانسوي سرتېري هغه مهال د بانګي سړکونو ته واستول شول، چې تاوتريخوالی په کې د پنجنشنبې پر ورځ پيل شو.

د مرکزي افريقا په اړه د امنيت شورا پرېکړه ليک پر وسلو بنديز هم لګولی، او له ملګريو ملتونو يې غوښتي، چې له خپل لوري د سوله ساتي ځواک شوني ماموريت لپاره چمتوالی ونيسي.

په بانګي کې د ملګريو ملتونو کارکوونکې امي مارتن بي بي سي ته وويل د سلو کسانو د وژل کېدو پخلی شوی دی.

مېرمن مارتن وويل د حکومت له خوا لګېدلی ګرځبنديز په ځايي وخت ماښام ۶ بجو پيل شوی، خو خال خال ډزې لا هم اورېدل کېږي.

په بانګي کې د بي بي سي خبريال انډرو هارډېنګ وايي ډېر خلک يې ليدلي چې د يو روغتون په دهلېزونو کې ټپي شوي پراته وو.

خطر

د بي بي سي خبريال وايي په مرکزي افريقا کې د تاوتريخوالي پېښې په زياتېدونکي ډول مسيحيان د مسلمانانو پر وړاندې کاږي.

میشېل جوټوډيا چې ښاغلی بوزيزې يې له واکه لرې کړ، خپل ځان يې د مسيحي اکثريت هېواد لومړی مسلمان مشر وټاکه.

د ډېری سېلېکا ياغيانو ائتلاف چې دی يې واک ته ورساوه، د مسيحيانو پر وړاندې په وحشي کړو وړو تورن شوی دی.

مسيحي ټولنو اوس د (بالاکه ضد) په نامه د ځاني دفاع ځواکونه جوړ کړي، چې ډېری يې بوزيزې ته وفادار دي.

"بالاکه" په ځايي سانګو او مانجا ژبو کې چړې ته ويل کېږي.

سېلېکا په رسمي ډول منحل شوې، او ځينې کسان يې پوځ کې شامل کړی شوي، خو خبريالان وايي دا روښانه نه ده چې واک ان په پلازمېنه کې هم له چا سره دی.

د سېلېکا يو جنرال ويلي په بانګي کې د يو جومات دننه ۵۴ مړي پراته دي. د بي بي سي خبريالانو بهر پر سړکونو نور ۲۰ تر ۳۰ مړي ليدلي دي.

د مرکزي افريقا لومړي وزير نيکولا ټينګايې چې د فرانسې پلازمېنه پاريس کې د فرانکو-افريقا سرمشريزه کې دی، په بيړني ډول د فرانسوي ځواکونو استولو غوښتنه کړې ده.

Image caption په مرکزي افريقا جمهوريت کې له وړاندې ۴۰۰ فرانسوي ځواکونه مېشت دي

ده د تاوتريخوالي پړه پر "بالاکه ضد" ملېشو واچوله.

په مرکزي افريقا کې د ملګريو ملتونو ځانګړی استازي بابکر ګايې بي بي سي ته وويل که د تاوتريخوالي مخنيوي لپاره څه ونه شي، نو په بانګي کې د ډله ييزې وژنې پېښې کېدی شي.

په بانګي کې د بي بي سي خبريال وايي ښار د هغه وخت پرتله اوس ارام دی چې د پنجشنبې سهار په کې جګړه پيل شوه، او يوازې کله کله ډزې واورېدل شي.

دی وايي بريد، مخکې له دې چې فرانسه مداخله وکړي، د واک توازن بدلون يوه هڅه ښکاري، خو د اوس لپاره ولکه له سېلېکا ځواکونو سره ده.

د شاوخوا ۲۵۰۰ په شمېر سوله ساتي ځواکونه، چې په مرکزی افريقا کې د نړيوال ملاتړ ماموريت په نامه يادېږي، له وړاندې مېشت دي.

دغه ځواکونه اوس د ملګريو ملتونو ۱۲ مياشتنۍ مودې پرېکړې له مخې هلته دي، چې کېدی شي شمېر يې ۳۶۰۰ افريقايي او پر دې سربېره ۱۲۰۰ فرانسوي ځواکونو ته لوړ شي.

ملګري ملتونه وايي د مرکزي افريقا جمهوريت ۴،۶ مليون وګړيو شاوخوا ۱۰٪ سلنه يې له خپلو مېنو تښتېدلي دي.

ورته مطالب