د منډېلا مرګ: د نړۍ لسګونه مشران جنوبي افريقا ته روانېږي

Image caption د يکشنبې مراسمو کې د ولسمشر زوما ترڅنګ د منډېلا پخوانۍ مېرمن ويني هم وه

جنوبي افريقا ويلي د نړۍ شاوخوا ۶۰ دولتي يا حکومتي مشرانو په ډاګه کړې چې دوی به د نېلسن منډېلا د ياد يا هم جنازې دولتي مراسمو کې ګډون کوي.

د امريکا ولسمشر باراک اوباما، د فرانسې فرانسوا اولاند او هم د بريتانيا لومړی وزير ډېوېډ کامرون به د هغو مشرانو ترمنځ وي چې د سوېټو سټېډيم کې د سې شنبې ياد مراسمو کې ګډون کوي.

د امريکا پر ولسمشر باراک اوباما سربېره به يې مېرمن مېشل د دغه هېواد دری نور پخواني ولسمشران جورج ډبلیو بوش، بېل کلېنټن او جيمي کارټر هم د سې شنبې ياد مراسمو کې وي.

د برازيل ولسمشرې ډېلما روسېف په ګډون ډېر نور دولتي مشران به هم دغو مراسمو لپاره جنوبي افريقا ته مخه وکړي.

ښاغلی منډېلا د پنجشنبې پر ورځ (د دسمبر پر ۵ مه) د خپل عمر په ۹۵ کلنۍ مړ شو.

په جنوبی افريقا کې د دغه هېواد پخواني ولسمشر نېلسن منډېلا د ياد لمانځنې اوونۍ پر لومړۍ ورځ د ده لپاره په "دعاګانو او درناوي" ولمانځل شوه.

په مليونو وير کوونکو په دې ورځ عبادتځايونو او ټوليزو مرکزونو ته مخه کړه.

د جوهانسبورګ په برايانسټن کليسا کې ولسمشر جېکوب زوما د جنوبي افريقا وګړي وهڅول هغه ارزښتونه هېر نه کړی چې ښاغلي منډېلا يې مبارزه کوله.

د سوېټو په ريجينا مونډي کلیسا کې قسيس سېباسټيان روسو وويل د جنوبي افريقا پخوانی مړ شوی ولسمشر "د تیارو رڼا" و.

ټاکل شوې د سې شنبې پر ورځ د ښاغلي منډېلا لپاره د یاد ملي مراسم ترسره شي.

د ښاغلي منډېلا مړی به په ورپسې دريو ورځو کې په پرېټوريا ایالت کې ايښودل شوی وي، او د دسمبر پر ۱۵ مه به يې د جنازې دولتي مراسم ترسره کېږي.

په جوهانسبورګ کې مذهبي مراسمو ته وينا کې چې د منډېلا کورنۍ غړي هم په کې وو، ښاغلي زوما سولې او روغې جوړې ته د نېلسن منډېلا د ژمنتيا ستاينه وکړه.

ښاغلي زوما وويل "دی د ازادۍ لپاره ودرېد، د هغوی پر وړاندې يې مبارزه وکړه چې پر نورو یې ظلم کاوه، ده غوښتل چې ټول ازاد وي."

د عامه ياد د پام ټکی تر دې دمه د جوهانسبورګ څنډو سوټن سيمه کې د ښاغلي منډېلا استوګنځی او هم يې په سوېټو کې زوړ کور و.

Image caption د "دعا ورځ" مراسمو پر مهال په مليونو وير کوونکو عبادتځايونو او ټوليزو مرکزونو ته مخه کړه

هلته ویر کوونکو او هغوی چې نېکې هيلې يې څرګندولې د ګلانو زرګونه ګېډۍ ايښې دي.

د ښاغلي منډېلا مړی به د چارشنبې، پنجشنبې او جمعې پر ورځو د جنوبي افريقا پلازمېنه پرېټوريا کې ايښی وي، او بيا به يې د يکشنبې پر ورځ د جنازې مراسم ترسره کېږي.

د جنوبي افريقا دغه پخواني ولسمشر مخکې له دې چې په ۱۹۹۴ کال د خبل هېواد لومړی تورپوستی ولسمشر شي ۲۷ کاله يې په زندان کې تېر کړي وو.

ده يوازې يوه دوره ولسمشري وکړه، او په ۱۹۹۹ کال کې له دندې لرې شو.

ښاغلي منډېلا ته په ۱۹۹۳ کال د جنوبي افريقا وروستي سپين پوستی ولسمشر اېف ډبليو ډي کلېرک تر څنګ د نوبل جايزه وګټله.

ورته مطالب